آریانا سعید

آریان د یوې دري ژبې مور او پښتو ژبی پلار لور ده. کله چې هغه ډېره ځوانه وه په افغانستان کې یې خپل کور خوشي کړ. لومړی هغه او د هغې کورنۍ پاکستان ته ستون شوه او په پای کې سویس ته ورسېدل؛ څو کاله وروسته، هغې د لندن انګلیس ښار د خپل هېواده لرې استوګن‎ځی په توګه وټاکی.


موسیقۍ او سندرغاړۍ ته له ماشومتوبه څخه د هغې مینه د دې لامل شوه تر څو هغه په سویس کې د خپل لومړني زده‎کړو پر مهال، د کوېر (ګډ سندرغاړو) یوې ډلې غړې شي. لنډن کې د تجارت د مدیریت په برخې کې د فارغېدو وروسته، آریانا پرېکړه وکړه چې د یوې سندرغاړې په توګه، د موسیقۍ صنعت په برخې کې دنده غوره کړي. د ګڼ شمېر ستونزو سربېره چې هغه د خپل کار په لومړني کلونو کې ورسره مخامخ شوه، په پای کې د آریانا سعید پرېکړه د څو ډالیو ګټنو او د یوې افغان سندرغاړې په توګه پېژند موندنې سره د هغې، هڅې سر ته ورسېدې. هغې تر اوسه د موسیقۍ په برخې کې ۴ ډالۍ لکه، د کال نوې غوره ښځینه سندرغاړې، د کال غوره ښځینه سندرغاړې (۵ ځله)، غوره ترسره کوونکې، د کال غوره غږ، د کال غوره ویډیو، د ښځینه‎وو غوره بېلګه، او داسې نورې ډالۍ لاس ته راوړي. په ۱۳۹۲ کال کې، آریانا د افغان هنرمندانو نړېوالې ټولنې څخه د «غږ ستورې» سرلیک لاس ته راوړ.

 
د افغانستان په شمېر، آریانا د نړۍ په ګوډ ګوډ کې څه نا څه ۱۰۰ کنسرټونه په لاره اچولي دي او د ۳ کلنو څخه نیولې تر ۶۵ کلنو کسانو پورې مینه وال لري. همدارنګه، هغه د لومړنۍ ښځینه په توګه چې د افغانستان د ننه یې «ژوندۍ ترسره کونه» درلودلې، د زیات اعتبار خاونده ده. آریانا د د افغانستان غږ څارونکو (ډل مشرانو) کې د شیکو جامو، او د «ژوندۍ بڼه غوره ترسره کوونکې» معتبر سرلیک، د ښکلا او جذابیت سرلیکونو ترلاسه کونې ویاړ لري.