۳ وری ۱۳۹۵

او اوس هم هغه پړاو چې په ډېرې لیوالتیا سره دولس اونۍ ورته په تمه وو راورسېده، بلآخره د یوولسم څپرکي غوره ستوری په پایلني پړاو کې اعلان شو. په دې برخه کې، تاسو د درنو مېلمنو لکه حبیب قادري، ولي سازش، علي ساقي، رضا رضايي، او د افغان ستوري د تېرو څپرکو د ګډون‏کوونکو د شتون شاهد وئ. د طلوع ټلویزیون نامتو طنز ویونکي، قسیم ابراهیمي، نبي روشن او ابراهیم عابد له خپلو خوندورو او خندالرونکو ترسره کونو سره د افغان ستوري پایلنی پړاو لیدونکو ته په یوه سرګرموونکې ځانګړې خپرونې تبدیل کړ.

 

د نن شپې خپرونه له یوې ښکلې دودیزې موسیقۍ سره پیل شوه چې په دوام کې د دې څپرکي ۵ حذف شوي سندرغاړي – شفیع شیرزی، جاوید سمیر، تواب نوری، منصور آرین، او رامین پوپل- ټولو یوځای ډېره یوه ښکلې ډله‏ییزه سندره ترسره کړه. دا ترسره‏کونه په تالار کې د شته خلکو له خوا ډېره وهڅول شوه.

 

وروسته بیا، د خپرونې یو ځانګړي مېلمه، حبیب قادري، د «کجایي دلبر من» په نوم یوه سندره ترسره کړه؛ د نن شپې یو له جالبو برخو څخه چې په تالار کې شته خلک یې ډېر حیران کړل او همدارنګه د هغوی د لا خوښۍ لامل وګرځېده هغه له حبیب سره د قسیم ابراهیمی، چې د افغانستان یو تکړه طنز ویونکی دی، یوځای توب وو. وروسته له دې، راشد آریا د افغانستان د ستر سندرغاړي احمد ظاهر یوه ښکلې سندره د «عشقت فراموش کن» په نوم په ډېره ښکلې بڼه ترسره کړه.

 

د خپرونې یو څارونکي استاد سیداګل مینا، یوه ډېره حیرانوونکې پښتو سندره چې له دودیزې موسیقۍ سره یوځای وه خپلو لیدونکو ته وړاندې کړه. وروسته له دې، د خپرونې یو بل څارونکی عبید جوینده، د سټېج سر ته راغی او د«مژګان سیاه» په نوم خپله ښکلې سندره یې ترسره کړه، دې ترسره‏کونې په تالار کې شته خلک ډېر حیران کړل. په دوام کې، مهران ګلزار، د افغان ستوري د لسم څپرکي یو ګډون‏کوونکي یوه ښکلې سندره ترسره کړه.

 

د افغان ستوري د تېرو څپرکو ګډون‏کوونکو لکه مهران ګلزار، ولي سازش، ربیع بهزاد، علي ساقي، او رضا رضایي هر یوه شا په شا له خپلو ښکلو ترسره‏کونو سره د نن شپې خپرونه په یوې نه هېرېدونکې خپرونې بدله کړه. د دې نامتو څېرو شتون وروسته له څو څپرکو څخه، د لیدونکو د پام وړ وګرځېده.

 

هغه دوه سندرغاړي چې پایلني پړاو ته رارسیدلي یعنې اشکان عرب او حبیب الله فاني، د نن شپې خپرونې لپاره یوه ځانګړې ډالۍ درلوده، هغوی یوه سیمه‏ییزه افغاني سندره خپلو مینه‏والو ته وړاندې کړه.

 

بلآخره د خپرونې دوه نورو څارونکو، قیس الفت او آریانا سعید ته نوبت ورسېد. قیس الفت د «ستا د سترګو بلا واخلم» په نوم خپله پښتو سندره ترسره کړه او آریانا سعید هم د «ای سرزمین خسته» په نوم خپله هېوادنۍ سندره ترسره کړه، دا ترسره کونې په تالار کې خلکو ډېرې وهڅولې.

 

د داسې یوې حیرانوونکې او سرګرموونکې شپې د تېرېدو وروسته، د پایلې د اعلان هغه ډراماټیکه او حیرانوونکې شیبه راورسېده. د ډېر هیجان له امله په تالار کې د شته خلکو او د ګډون‏کوونکو زړه په دړزا راغلی وو او ټول ډېر آرامه ول. خو په آخر کې، دا حبیب الله فاني وو چې د افغان ستوري د یوولسم څپرکي د ستوري سرلیک یې خپل کړ.

 

د افغان ستوري د پایلنۍ برخې د کتلو لپاره په لاندېني لینک کلیک وکړئ!