۲۸ کب ۱۳۹۲

د مارچ د میاشتې په څوارلسمه نيټه، د افغان ستوري د نیمه وروستي پړاو خپرونه د سرې میاشتې په تالار کې په لاره واچول شو.وروسته له آزمایښتونو هغه ټاکنې چې د زرګونو ګډون کوونکو څخه د څپرکي په پیل کې د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه واخیستل شوې، اوس مهال یوازې دوه ګډون کوونکي پاتي دي او هغوي دواړه به په وروستۍ برخه کې چې په دې جمعه کې په لاره اچول کیږي، د یو بل سره سیالۍ ته ولاړ شي. دا برخه په خواشینۍ سره د " طاهر شباب" په نه شتون کې په لاره واچول شوه، خو د افغانستان د موسیقۍ د ستوري، " شفیق مرید" له شتون سره یي بل رنګ ځان ته غوره کړ. هغه خپله غوره سندره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو څخه د ملاتړ لپاره چې په دې شپې کې یې د خپل شتون سره، مونږ ته ویاړ راوبښه، د افغان ستوري د استیج پر سر ترسره کړه. شفیق مرید زیاته کړه: " د افغان ستوري خپرونه هر کال د بل کال په پرتله د هیجان څخه ډکیږي".

 

د دې شپې لومړۍ ګډون کوونکی، ربیع الله بهزاد وو چې د افغانستان د نامتو سندرغاړي، فرهاد دریا " برو که سخت ویرانم" په نوم نرم غزل یې په ډیرې ښکلا سره ترسره کړ. قاسم رامشګر د ربیع الله بهزاد د دې ترسره کونې څخه ډیر خوښ وو او ربیع وکولائ شول د څارونکو څخه پوره 30 نمرې ترلاسه کړي.نایب نایاب د ربیع الله بهزاد څخه وروسته د استیج پر سر ولاړ. نایب د فرهاد دریا د " خیال من یقین من" په نوم یوه بله سندره ترسره کړه او هغه ته 29 نمرې ورکول شوې.د نن شپې د دوهمې برخې د خپرونې ترسره کونو د افغان ستوري استیج د هیجان سره مخ کړ. که غواړئ د دې برخې پوره ويډیو ووینئ، زمونږ د یوتیوب له شبکې څخه په دې ځای کې کتنه وکړئ او همدارنګه کولای شئ پوه شئ چې څوک به د دې خپرونې د سرو زرو جایزه خپله کړي.