۱۲ کب ۱۳۹۲

صدیق شباب زمونږ د څلور غوره کسانو د خپرونې میلمه و، او د هیواد د بهر څخه خپرونې ته رابلل شوی و. په دې شپه کې هر ګډون کوونکي دوه سندرې ترسره کړې یوه د څارونکو په خوښه او بله په خپله خوښه.آرش بارز د دې خپرونې لومړی ګډون کوونکی و چې د خدای بښلي احمد ظاهر " مرگ من" سندره یې ترسره کړه، هغه د صدیق شباب له خوا وستایل شو او ویکولای شو چې د خپرونې د څارونکو له خوا 40 نمرې ترلاسه کړي.دوهم ګډون کوونکي داوود پژمان و چې " بوی جوی مولیان" سندره یې ترسره کړه، هغه وکولای شو چې د دې سندرې په ترسره کولو سره د څارونکو له خوا 39 نمرې ترلاسه کړي په داسې حال کې چې هغه د څارونکو او صدیق شباب له خوا دوه مثبت او دوه منف وړاندیزونه هم ترلاسه کړل.

 

 

ریم ګډون کوونکی ربیع الله بهزاد و، چې د وحید قاسمي د " ای دل مرو" سندرې د زمزمه کولو لپاره یې ځان چمتو کړی و. هغه 39 نمرې ترلاسه کړې او څارونکو او د خپرونې غوره میلمه هم هغه ته مثبت وړاندیزونه درلودل.  نایب نایاب، څلورم ګډون کوونکي د فرهاد دریا " گل سوری" سندره زمزمه کړه او 39 نمرې یې د څارونکو د مثبتو وړاندیزونو سره ترلاسه کړل.د خپرونې د دوهمې برخې په ترسره کونو کې، نایب نایاب د نصرت پارسا " وقتی که رفتم" سندره زمزمه کړه او د قاسم رامشګر ښه وړاندیزونه یې ترلاسه کړل. ربیع الله بهزاد د فرهاد دریا " گردش چشم سیاه" سندره زمزمه کړه خو طاهر شباب د هغه د ترسره کونې څخه په پوره توګه راضي نه و.

 

 

د داوود پژمان دوهمه ترسره کونه د وحید قاسمي " بشنو از نی" سندره وه چې د دې سندرې په اړه ولي فتح علی خان منفي وړاندیزونه درلودل. آرش بارز د جلیل ځلاند " عشق آتشین" سندره زمزمه کړه او د څارونکو ښه وړاندیزونه یې ترلاسه کړل.د سیالۍ په وروستۍ ترسره کونه یعنې " د سرګم په ډول" کې ټولو ستورو هڅه وکړه تر څو د موسیقۍ نوټونه زمزمه کړي او د سرو زرو ستوری خپل کړي، خو په پایله کې پریکړه وشوه چې د سرو زرو ستوری په راتلونکې اونۍ کې ورکول شي ځکه چې بلاخره دوه ګډون کوونکو مساوي نمرې درلودې.