۴ وری ۱۳۹۳

او بلاخره هغه شپه رارسیږي چې په میاشتو یې په تمه وو... هو، د افغان ستوري د نهم څپرکي وروستی پړاو! نن شپه مونږ پوه شوو چې کوم ګډون کوونکی – نایب نایاب او یا ربیع الله بهزاد – د میلیونونو مینه والو له خوا ټاکل شوی دی تر څو د افغانستان نوی احساساتي سندرغاړی شي. وروستی پړاو د نوي کال او یا نوروز سره سمون لري او نوی کال ټولو ګډون کوونکو، څارونکو او لیدونکو ته مبارکي وایو. په دې ځانګړې برخه کې، مونږ تاسو ته د افغان ستوري د تیرو او اوسنیو څپرکو د ستورو له خوا، ډیرې، ډیرې په زړه پورې او نه هیرېدونکې ترسره کونې لرو.

 

وروستی پړاو د ځینو حذف شویو ګډون کوونکو له خوا د یوې ډله اییزې سندرې په زمزمه کولو، پیل کیږي. دا سندره د تور، سور او شین رنګ سره چې د افغانستان بیرق دی ځانګړې شوې وه. حتا استاد شهلا هم د هغوي سره یو ځای کیږي! مونږ د خپلو لیدونکو لپاره ځینې نوروزي ډالۍ ترتیب کړي چې هغه هم یوه ایراني آرامه سندره د " همه چی آرومه" په نوم ده او د تیر څپرکي د لومړي مقام ګټونکي، ساجد جنتي له خوا ترسره کیږي. همدارنګه مونږ د رضا رضایي، د افغان ستوري د اووم څپرکي د لومړي مقام ګټونکي او ولي سازش د افغان ستوري د پنځم څپرکي د لومړي مقام ګټونکي ترسره کونې هم لرو. په ډاډمنه توګه تاسو نه غواړئ د دې ستورو غورې ترسره کونې له لاسه ورکړۍ. او په یقین سره تر اوسه مو د بیلابیلو جشنوارو څو تنه ستوري نه دي لیدلي چې په یو استیج باندې سره راټول شي.

 

زمونږ وروستي کسان هم په وروستي پړاو کې ځیني ترسره کونې لري او د دې څپرکي د غوره ګډون کوونکي څخه هم اورو، د ناستو کسانو د خوښې وړ ستوری، آرش بارز. آرش هم د برقي ګیتار سره د رنا فرهان " سرماست" په نوم ښکلې او په زړه پورې ایراني سندره زمزمه کوي او ترسره کوي. د دوهم څپرکي د لومړي مقام ګټونکی، نجیب الله محمودي هم یوه مسته سندره زمزمه کوي. د دې خپرونې ښه غږ لرونکې څارونکې، میرمن شهلا ځلاند هم یوکسیزه ښکلې سندره ترسره کوي.

 

بلاخره د دې وخت رارسیدلی تر څو پوه شو چې څوک د دې جشنوارې د لومړي مقام ګټونکی شوی دی. د سلګونه ناستو کسانو او په کورونو کې د میلیونونو لیدونکو په وړاندې، د ربیع الله بهزاد نوم د افغان ستوري د نهمې جشنوارې د سرو زرو ستوري په توګه اخیستل کیږي! مونږ هغه او د افغان ستوري د دوهم مقام ګټونکي، نایب نایاب ته مبارکي وایو.