۲۲ کب ۱۳۹۲

په دې اونې کې، د افغان ستوري ډلې ځانګړې خپرونه د ښځې ورځې د لمانځلو لپاره، یوازې ښځو ته په لاره اچولې وه. ځینې میرمنې چې د افغانستان د ځانګړو سیمو څخه خپرونې ته رابلل شوې وې، د دې شانس یې ترلاسه کړ تر څو ځانګړې سندرې، چې د افغان ستوري د وروستیو او د استعداد څخه ډک ګډون کوونکو له خوا ترسره شوې، واوري او وویني.
خپرونه د شهلا ځلاند، د افغان ستوري د خپرونې څارونکې، د غورې ترسره کونې سره چې ښکلې د " آزادي" په نوم سندره یې زمزمه کړه او ناست کسان یې چپ کړل، پیل شوه.
نایب نایاب دوهم سندرغاړی و چې د خپرونې پر استیج ښکاره شو، او د ولي فتح علي خان د جوړونو څخه یې " شب تاریک" سندره د حیرانوونکې ترسره کونې سره ترسره کړه، او د خپرونې د څارونکو له خوا یې 40 نمرې د مثبتو وړاندیزونو سره ترلاسه کړې.
بل حیرانوونکی او ښکلی خبر چې د خپرونې مینه والو ته په پام کې نیول شوی و په خپرونه کې د غورې میلمنې، وجیه رستګار، افغان نامتو سندرغاړې، شتون او د سندرې ترسره کونه وه. خپرونه د شدیدې سیالۍ او ربیع الله بهزاد، د خپرونې دوهم ګډون کوونکی چې د افغان ستوري د استیج پر سر ښکاره شو، ترسره کونې سره یو ځای وه. چې باید د نایب نایاب په پرتله ښکلې ترسره کونې یې درلودلۍ وی. ربیع الله په خپلې ترسره کونه کې ځیني حرفوي مهارتونه ښکاره کړل، او " خدای دلم" سندره یې د لازیات استعداد سره ترسره کړه. چې د خپرونې د څارونکو له خوا یې 40 نمرې ترلاسه کړې.
آرش بارز وروستی ګډون کوونکی و چې د خپرونې د استیج پر سر ښکاره شو، هغه د " بیتل" غورې ډلې د "یستردې" ابتکاري سندرې په زمزمه کولو سره ټول ناست کسان حیران کړل او همدارنګه د خپرونې د څارونکو له خوا یې پوره 40 نمرې ترلاسه کړې.
د خپرونې دوهمه برخه، د خپرونې د 3 غوره ګډون کوونکو د سندرو په زمزمه کولو سره، د لومړې برخې په څېر ښه وه. که غواړئ د دې برخې پوره ویډیو ووینئ، نو زمونږ د پتې څخه په یوتیوب کې کتنه وکړئ!
تاسو هم نه غواړئ د خپرونې د دوهمې غورې میلمنې میرمن پرستو ترسره کونه، چې " دیار" سندره یې زمزمه کړه، له لاسه ورکړۍ.
په پای کې د سرو زرو ستوري نایب نایاب ته د فرهاد دریا د " چادرت" سندرې د غوره زمزمه کولو لپاره ورکرل شو.
خپرونه میرمنو ته د ځانګړې شوې سندرې او خپرونې ته د رابلل شویو پیغلو انجونو په ترسره کونې سره، پای ته ورسیده.