۲۴ لیندۍ ۱۳۹۲

په دې اونې کې ۲۵ غوره ګډونکوونکي د ۱۲ غوره کسانو د پړاو لپاره سیالۍ تر سره کوي، مونږ تاسو ته د سختې سیالۍ څخه ډکې نندارې او غوره غږونو زیری درکوو چې تر اوسه مو اوریدلې دي.

 

د دې برخې لومړی ګډونکوونکی آرش بارز، هغه کس چې د تیرې اونې د خپرونې په وروستیو شیبو کې یې د څارونکو لخوا په راتلونکي پړاو کې د ګډون شانس ترلاسه کړ. هغه تازه روغتیایې روغتیا ترلاسه کړې او څارونکي د هغه د ترسره کونې لپاره د هغه د اغیزې لاندې راغلل. د هغه پسې ګډونکوونکی نایب نایاب دی، هغه کس چې په نفس باندې د لازیات باور درلودونکی دی خو د خپلې سندرې د ترسره کولو څخه مخکې لږ څه استرس لري. په خپله سندره کې د ځتیځ او لویدیځ تکنیکونو څخه په ګټه اخیستو سره، د استاد شهلا لخوا هم ستایل کیږي.

 

هارون انوري د افغان ستوري په پنځه پړاوونو کې د ګډون څخه وروسته، سږ کال هم ګډون کړی او هغه کلکه هیله لري تر څو د سږ کال د ۲۵ غوره کسانو له ډلې څخه حذف نشي. له بده مرغه لطیف عطایی، هغه کس چې د اینټرنټي سیالۍ په پړاو کې یې د ۱۲ غوره کسانو ډلې ته لاره موندلې وه، ونشو کولاې تر څو د سیالې لپاره کابل ته سفر وکړي، د همدې لپاره داوود پژمان د هغه په ځای راځي، هغه کس چې د خپل غږ او د موسیقي د آله سره په خپل مهارت څارونکې حیرانوي. ګولدیب سینګ د جلال آباد څخه د دوه تیرو بریالي پړاوونو په پرتله، دا ځل چندان ښه ترسره کونه نلري.

 

آناهیتا الفت د څارونکو په ټاکنې سره د منیژي څخه مخکې کیږي او د ۱۲ غوره کسانو ډلې ته لاره مومي. د آناهیتا تر څنګ، داوود، سهراب، نایب، عاصم، خوشبو، پارزي، جواد، هارون ا، نذیر، هارون پ، او آرش د 12 غوره کسانو ډلې ته لاره مومي. د دې ۱۲ ستورو د نومو د پوهیدو لپاره، هغوي به ډیر ژر وویني!