۱۰ مرغومی ۱۳۹۲

نن د افغان په ستوري کې د 12 غوره کسانو له ډلې څخه د خلکو د رایو پر بنسټ د یو کس په حذفیدو سره، سخته سیالۍ پیل کیږي. خو په پيل کې مونږ شپږ جوړه یې سندرې د خپلو غوره ګډوونکوونکو څخه لرو. په سر کې آرش بارز او نذیر حیدري، د مینې څخه ډکې او کلاسیکې سندرې په ترسره کولو د ناستو کسانو په منځ کې شور او غوغا رامنځته کوي. د هغوي دوه کسیزه سندره د څارونکو د خوښې وړ هم ګرځي.

 

نایب نایاب او جواد حسیني زمونږ دوهمه جوړه ده چې د یوې ژوندۍ سندرې په زمزمه کولو سره چې د پاپ او کلاسیک سبک څخه جوړه شوې وه د ناستو کسانو پام ځان ته راواړوه. زمونږ څارونکې شهلا زلاند د دې دوو کسانو ستاینه کوي او د هغې په آند د هغې دا دوه د خوښې وړ ستوري راتلونکي پړاو ته د لارې موندنې لپاره دي.

 

هارون پوپلزی او ربیع الله بهزاد د فرهاد دریا " شکر" سندره زمزمه کوي، چې د هغوي دا سندره د څارونکو او لیدونکو په زړونو کې ځای مومي. هارون مونږ ته وایي چې څنګه یې په وروستیو اونیو کې زمونږ د 11 غوره ګډونکوونکو سره ملګرتیا موندلې او خپل د دې نژدې اړیکې لامل د موسیقۍ سره لازیاته مینه بولي. هارون انوري او سهراب ایلیار ښه پيل لري، خو د خپل ترسره کونې په لړ کې، د مصرو ترتیب ورکوي و زمونږ کورباڼه د دې ستونزې لامل د کافي تمرین نه درلودل ګڼي. زمونږ څارونکي ولي هغوي ته وایې چې په راتلونکي پړاو کې لازیات تمرین وکړي. حسام فرزان او داوود پژمان دا پړاو د " نازنین من" په نوم د یوې آرامې سندرې په ترسره کولو شا ته پریښوده او ناستو کسانو او ګډونکوونکو هم دا سندره د هغوي سره یو ځای زمزمه کړه! څارونکي د هغوي د سندرې د ترکیب څخه ستاینه کوي او دا سبک په ټول افغانستان کې د یو بدلون په توګه ګڼي.

 

آناهیتا الفت او خوشبو احمدي، دوه میرمنې د 12 ګډون کوونکو له ډلې، د چټک پاپ سندرې په ترسره کولو سره، د ناستو کسانو پام ځان ته راړوي. استاد شهلا زلاند وایي چې دا دوه کسه د یو بل نیمګړتیاوې پوره کوي او د یو بل سره د یو بل د ښه والي په برخه کې مرسته کوي.

 

د دوه کسیزه ترسره کونو څخه وروسته، اوس د دې وار دی تر څو پوه شو چې څوک راتلونکي پړاو ته لاره نه پیدا کوي او د خپرونې نه حذف کیږي. دا ډیره سخته شیبه د جواد او هارون پوپلزي لپاره ده چې د خلکو د لږو رایو لپاره د استیج پر سر پاتې دي او د دې په تمه دي چې کوم یو کور ته ځي. په پای کې، جواد باید کور ته لاړ شي او مونږ د 11 غوره ګډونکوونکو سره په خپرونه کې پاتې کیږو.