۱۰ مرغومی ۱۳۹۲

په لسمه برخه کې د جواد سره د خدائ په امانې څخه وروسته، د 11 غوره کسانو په لور مخ ته ځو او په دې برخه کې یو بل نوماند او ستوری به حذف کړو. د لومړي ځل لپاره، لیدونکي کولائ شي د خپلې خوښې ګډونکوونکي ته مثبت او منفي رایه ورکړي، په دې توګه هغوي به راتلونکي پړاو ته د هر ګډونکوونکي په ټاکنه او بریالیتوب کې اغیزمنه ونډه ولري.

 

یولسمه برخه د ستورو د شور څخه دګې ترسره کونې سره پيل کیږي او د هارون انوري یو کسیزه سندره له ځان سره لري. په ټوله اییزه توګه څارونکي د هغه د ترسره کونې څخه راضي دي خو باید هیر نشي چې هغوي ځینو نیمګړتیاوو، غلط تلفظ او د سندرې په پیل کې د احساس کموالي ته اشاره کوي. نذیر حیدري د خپل ترسره کونې سره، ناست کسان د هیجان سره مخ کوي او هغوي هم د ناستو کسانو د سختو هڅولو سره مخ کیږي، خو د دې هڅولو پر خلاف، د خپرونې دقیق څارونکي د هغه په ترسره کونه کې یو لړ غلطیو ته اشاره کوي او حتا هغه ته د 10 څخه 6 ورکوي. حسام فرزان د خپلې سندرې په زمزمه کولو سره د څارونکو رضایت ترلاسه کوي خو هغه وایي چې د پرمختګ، اصلي سیالۍ او د افغان ستوري کیدو لپاره، د خپل ځان نه لوړې تمې لري. همدارنګه هغه د انګلیسي سندرې په ترسره کولو، هغه هم پرته له موسیقۍ مونږ حیرانوي او څارونکي او لیدونکي ځان ته جذبوي. نایب نایاب چې د تمرین په وخت کې ناروغ و او حتا ډاکټر ته تللی و، هیله لري چې د هغه دا ناروغي د هغه په ترسره کونې اغیزه ونکړي. هغه، هغه سندره ټاکي چې د هغه په وینا هغه ورته ډیر ارزښت لري. څارونکي د هغه د ترسره کونې څخه خوښ دي او د دې شپې ځینې لوړې نمرې هغه ته ورکوي.

 

پاتې ترسره کونې ناهیلې کوونکې نه دي. آرش بارز، د لیدونکو د خوښې وړ ستوری، د څارونکو څخه لوړې نمرې ترلاسه کوي او د دې پړاو دوام ته یې سترګې دي. کله کله ناست کسان په تالار کې غږ او غوږ رامنځته کوي او هڅه کوي تر څو څارونکي اړ کړي چې ستورو ته ډیرې نمرې ورکړي. آناهیتا الفت ټول حاضر لیدونکي د خپلې غوره سندرې او غوره دودیزو کالو څخه خوښ کوي، هغه لس نمرې د څو څارونکو څخه تر لاسه کوي، که څه هم د هغې څخه غوښتنه وشوه تر څو په خپل غږ لازیات واک ولري. هیله لرو چې هغه په راتلونکي پړاو کې وکولائ شي دا فرصت ترلاسه کړي. د آناهیتا ترسره کونه ځیني خبرې اترې هم رامنځته کوي چې د دې په لړ کې استاد شهلا زلاند د موسیقې په برخه کې د نارینه وو په پرتله د میرمنو ستونزو ته هم اشاره کوي. همدې موضوع، احساساتي خبرې اترې هم د څارونکو په منځ کې د دې په اړه چې د ښځینه ګډونکوونکو قضاوت باید د نارینه وو په پرتله د بیلابیلو استندردونو له مخې وشي له ځان سره درلودې چې د حاضرینو په منځ کې هم غږ او غوږ رامنځته کیږي.

 

سهراب ایلیار د خپل پاپ سندرې سره څارونکي نڅوي. هغه 7 او  8 نمرې په مساویانه توګه له څارونکو څخه ترلاسه کوي. خوشبو احمدي د میرمن هنګامې الهام لرونکې سندره زمزمه کوي او وایي چې هغه او آناهیتا باید د افغان ستوري لومړی او دوهم مقام ترلاسه کړي. هغه د ستاینې وړ نمرې له څارونکو څخه ترلاسه کوي، که څه هم هغوي بیا هم هغې ته د تکراري ټکو یادونه کوي او د هغې څخه غوښتنه کوي چې خپله سندره په پوزې نه، بلکه په ستوني او سینې ترسره کړي. آیا هغه راتلونکو پړاوونو ته د پرمختګ لپاره، د وخت په تیریدو سره دا ټکې زده کړي؟

 

داوود پژمان یوه کلاسیکه سندره د موسیقي د یوې ځانګړې آله سره، چې د هغه سره ځان ډیر آرامه احساسوي، ترسره کوي.

 

 که څه هم څارونکي د خپرونې تر ټولو لوړې نمرې هغه ته ورکوي، خو د هغه څخه غوښتنه کوي چې په خپله ترسره کونه کې بدلون رامنځته کړي.

د دوه نورو حساسو خپرونو د لیدو لپاره، له مونږ سره اووسې.