۲ مرغومی ۱۳۹۲

سیالۍ تازه پړاو ته رسیدلې ده، هغه پړاو چې زمونږ 12 ګډونکوونکي به سره سیالۍ وکړي. دا اونې، مونږ دا شانس درلود چې د هر ګډونکوونکي او د افغان ستوري په خپرونه کې د هغه د ګډون د انګیزه په اړه لازیات معلومات ترلاسه کړو.

 

تر ټولو دمخه مونږ ربیع الله بهزاد ته ورغلو، هغه کس چې د موسیقې په برخه کې لس کاله تجربه لري. هغه تل د خپلې کورنې او ملګرو په وړاندې، هغه کسان چې د هغه څخه یې تل د موسیقۍ په برخه کې ملاتړ کاوه د خپل کارونو د ترسره کولو څخه، خوند اخیست. خوشبو احمدي، یوه ځوانه مور، هغه میرمنه چې خپل د عمر 5 کاله یې په (ایران) کې تیر کړې په هغه ځای کې چې هغې هیڅکله هم نشو کولائ د سندرغاړي توب حرفې ته دوام ورکړي او اوس مهال له دې څخه چې د افغان ستوري په خپرونه کې د شتون شانس ورته برابر شوی دی ډيره حیرانه او خوشاله ده. سهراب ایلیار 21 کل ځوان چې په یوې موسیقي دوسته کورنې کې یې پرمختګ کړی دی، هغه کورنې چې موسیقي یي یو ځای ترسره کړې او هغه یې هم موسیقې ته هڅولی.

 

هارون پوپلزی 27 کلن ځوان هغه کس چې احساس کوي د افغان ستوري په خپرونه کې په سندره ویلو خپل د هیواد ټولو خلکو ته سندرې وایي. حسام فرزان انګلیسي روزنې ورکوي او کله چې د آواز تمرین نلري، د فوټبال لوبه کوي. زمونږ بل هراتي ګډونکوونکی، هارون انوري هغه په دې باور دی چې کولائ شي خپل احساسات او عواطف د آواز له لارې د خلکو غوږونو ته ورسوي. د هغه پلار چې اوس مهال وفات شوی دی، د هغه تر ټولو لوي ملاتړ کوونکی د موسیقۍ په برخه کې و. زمونږ بدخشانی ستوری، داوود پژمان مونږ ته وایي چې د افغان ستوري څه ډول هغه ته د یو عادی کس څخه چې هیڅ چا نه پيژنده او اوس چې ټول هغه پیژني او د موسیقۍ په برخه کې روښانه راتلونکې لري، بدلون ورکړ. مبارزه روح آناهیتا الفت کلونه یې د یوې حرفه یې مبارزې په توګه رزمي او ژمناستیکي تمرینونه ترسره کړي. هغه غواړي چې د موسیقي د آلاتو سره د کار مهارت هم د سندرغاړي توب سره ډیر کړي.

 

نذیر احمدي د هرات د لرغوني ولایت څخه غواړي چې یو نړیوال نامتو سندرغاړی شي او د افغان ستوری د خوبونو د پوره کیدو لار بولي. 25 کلن جواد حسین زاده د سندرغاړي توب سره مینه لري ځکه چې د دي کار سره هغه کولائ شي د لیدونکو او ناستو کسانو په شونډو خندا راولي. نایب نایاب، لکه زمونږ د ډیرو نورو ګډونکوونکو په شان په یوې موسیقي پاله کورنې کې یې شتون درلود. آرش بارز هغه کس چې په خپله شخصی استدیو لري خو مخکې له دې څخه چې د افغان ستوری پيل شي هغه مونږ ته ویلي وه چې لومړنی کار زده کړه ده. اوس هغه خپل د خوښې سرګرمي د ټول افغانستان سره شریکوي.