۱۳ کب ۱۳۹۶

د افغان ستوري د نن شپې پروګرام د افغان سرتیرو په ویاړ یو ځانګړی پروګرام و.

په دې پروګرام کې مو نقیب نیکان میلمه کړی و. پروګرام د دواړو ستورو په اجرا سره پیل شوه او وروسته ځانګړي میلمه ( د خون شهدا) سندره وویله.

 

د دې شپې پروګرام د نورو په نسبت ځانګړی و یعني هر ستوري دوه وارې سندره وویله.

په لومړۍ برخه کې لومړنۍ سندره د محمد عقیل شریفي له لوري وویله شوه چې د داورانو په ځانګړي توګه د شهلا زلاند د تشویق وړ وګرځید.

منصور جلال دویم اجرا کوونکی و چې د (افغانستان) سندره چې د لطیف ننګرهاري ده، وویله، خو دغې سندرې یې د عبید جوینده د نیوکې وړ وګرځیده.

 

وروسته مصطفی هنرجو سټیج ته راغی او د (من جوانم) سندره یې وویله چې د داورانو له لوري وستایل شو.

محمد عقیل شریفی دویم ځل لپاره سټیج ته راغی او د (به لب حرف و به دیل فریاد دارم لیلی) سندره یې ډیره ښکلې وویله او په دې سندرې سره یې مکملې نمرې یعني ۳۰ نمرې واخیستې.

 

وروسته منصور جلال دویم وار راغلی او د (دل شده غافل) سندره یې وویله چې دې سندرې سره یې ۲۹ نمرې واخیستې.

بالاخره د یادې شپې پروګرام د نقیب نیکان په ښکلې سندرې سره پای ته ورسیده.

 

د دې پروګرام لیدلو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.

5a998e778a7a9