۲۸ سلواغه ۱۳۹۶

د خوش چانس مرحلې د پایلو اعلان له تیرو شپو ډير توپير درلود، توپير یې په دې کې و چې ټولو حذف شوو ستورو سندرې وویلې.

د پروګرام اجرا کوونکي مصطفی عزیزیار په پيل کې د تیرې اونې پيښې بیان کړې او روښانه یې کړه چې د هر ستوري مینه وال یوه اونۍ وخت لرل چې خپل د خوښې وړ ستوري ته رایه ورکړي.

 

د تیرې شپې په پروګرام کې لومړی سندرغاړی جمیل کریمي و چې د (میجویم) سندره یې وویل او داوران یې هک پک کړل.

دویم سندرغاړی فرهاد ساحل و چې د یوې مستې سندرې په ویلو سره یې ټول مینه وال خوشحاله کړل او د داورانو نیک نظریات یې هم واخیستل.

 

د تیرې شپې دریم سندرغاړی یواځینی رپ ویونکی رشاد نهیب و چې په خپل رپ سره د داورانو د تشویق وړ وګرځيد.

له هغه وروسته سمیع امان (جانان مه یادوه) سندره وویل او ورپسې احمد صابر اصفي یوه ارامه سندره وویله او فضا یې عاشقانه کړه.

په شپږم نمبر کې ادیب یوسفي د (پاس عشق) سندره چې خپله یې جوړه کړې وه، وویله او د داورانو د تشویق وړ وګرځيد.

 

باالاخره د حذف شوو ستوری وروستۍ سندره ایرج سلیمي وکړه چې غزل و او په دې سره یې فضا څه ارامه کړه.

آخر کې مصطفی عزیزیار پایلې اعلان کړې او معلومه شوه چې رشاد نهیب تر ټولو ډيرو رایو سره بیرته پروګرام ته دننه شو.

د دې پروګرام لیدلو لپاره پورته لینک کلیک کړئ.

5a85c0abd0408