۴ وری ۱۳۹۷

د افغان ستوري وروستي پړاو د ټولو ستورو ډلییز سندرې سره پیل شو چی لیدونکو لخوا هم وهڅول شو. لومړنۍ سندره د عبید جوینده د دی پړاو داور لخوا ترسره شوه، چې "پیوند دل" سندره وه.

 

وروسته، فرهاد دریا د دې پروګرام ځانګړي میلمه "هنوز" سندره ترسره کړه چی د دې سندرې سره، یې ټول لیدونکي خوشحاله کړل. وروسته، سیدا ګل مینا، د دې پروګرام داور یو ډیړ ښکلې پښتو سندره وویله او ورپسې د دې پروګرام دریم داور قیس الفت، یوه دیره ښکلې سندره "به باغ" وویله چې لیدونکو لخوا وهڅول شو.

 

وروسته، د افغان ستوري د دیارلسم پړاو ټولو میلمنو هر یو فرشته سما، امید پارسا او سیر ولی زاده یوه یوه سندره وویله.

همداشان د وروستۍ پړاو دوو سندرغاړو یوه جوړه سندره وویله.

 

شقایق رویا هم د دې مرحلې ځانګړي میلمنه وه چی "عشق" سندره یې وویله چې وروسته بیا نبي روشن ډیر ښکلی طنز اجرا کړ.

د دې په دوام کې بل ځانګړي میلمه فرهاد دریا د دویم ځل لپاره سټیج ته راغی او د (اصلی وطن می افغاهنستان دی) سندره یې وویله او ورپسې هم بل داور قیس الفت د (ای دخترک کابل) سندره وویله.

 

د دویم ځل لپاره مصطفی هنرجو او منصور جلال اجرا وکړه، خو په دې توپیر چې بیل بیل یې وویله.

دا خپرونه د نبي روشن او ابراهیم عابد په ښکلو طنزونو سره نور هم ښکلې شوه.

پای کې مصطفی عزیزیار د دیارلسم پړام ګټونکی اعلان کړ چې هغه مصطفی هنرجو و.

 

د دې پروګرام لیدو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.