۱۷ لیندۍ ۱۳۹۲

په دې اونې کې د افغان ستوری د نهم څپرکې څخه 160 غوره ګډونکوونکو د راتلونکې پړاو، 24 غوره کسان لپاره سیالې ته ووتل! په دې پړاو کې هیڅ شی وړاندوینه نشي کیداې!

 

تر ټولو نه مخکې د هرات څخه جواد حسین خپله سندره زمزمه کړه، څارونکو د هغه غږ خوښ کړ خو د هغوي په آند هغه باید په خپل نفس ډیر اعتماد ولري. وروسته له هغې، آناهیتا تولفت د مزار شریف څخه هغه کس چې د دوو سندرو په زمزمه کولو سره یې څارونکی د خپلې اغیزې لاندې راوستل خپله سندره زمزمه کړه، او هغې د جاوید حسین سره وکولاې شو راتلونکی پړاو ته لاره ومومي.

 

په دوهمه ډله کې، څارونکې د احمد قیس د زمزمې شاهد ول، هغه کس چې دوه نورې سندرې یې هم لیکلی وې چې د هغې ډلې څخه یوه سندره یې د افغان ستوری خپرونې ته وړاندې کړه! لیلا او خوشبو دوه ملګرې او دوه سیالانې، چې استاد شهلا د هغوي څخه غوښتنه کړه تر څو د یو بل د غږ په اړه قضاوت وکړي. هم لیلا او هم خوشبو په دې وتوانیده چې د خپرونې راتلونکی پړاو ته لاره ومومي.

 

شاپرک، هغه کس چې خپل اصلی نوم یې نجمه وویلې، په داسې حال کې چې چادري یې په سر کړې وه او خپل مخ یې د څارونکو او کمرې څخه پټ وساته خپله سندره یې زمزمه کړه. عبدالله بارکزۍ هغه کس چې خپلې پښې له لاسه ورکړې وې، یوه د احساس څخه ډکه سندره زمزمه کړه چې د میلیونونو افغانانو د ستونزو په اړه وه په داسې حال کې چې هغه په دې سندرې د څارونکو اوښکو هم وبهولې، خو وینشو کولاې چې د خپرونې راتلونکی پړاو ته لاره پیدا کړي.

 

د دې خپرونې په پای کې، څارونکو یوه ډیره حیرانونکې پریکړه وکړه او اجازه یې ورکړه چې 25 ګډونکوونکۍ هم خپرونې ته لاره پیدا کړي، یو ګیتاریست او سندرغاړۍ چې په لومړي پړاو کې ناروغ وه. څارونکي ډیر د اغیزی لاندې راغلل او د هغه لپاره یې لازیاد شانس په پام کې ونیوه.
راتلونکې اونې، سیالې ډیره جدی کیږي، نو له مونږ سره اووسې!