۵ لیندۍ ۱۳۹۲

د مینې او ستورو په ښار کې د افغان ستورې په څلورمه برخه کې کوم سرپرایز زمونږ په تمه دی؟ لومړي ګډونکوونکی زهره ده، هغه کس چې ژمنه وکړه تر څو په راتلونکې پړاو کې خپله سندره په ډیره ښه توګه او د حجاب څخه پرته ترسره کوي. په داسې حال کې چې زړونه د هیلو څخه ډک ول، استاد شهلا او استاد رامشګر د بریالی ګډونکوونکې د ټاکنې په اړه، د مخکې څخه لازیاد بحث وکړ.
د عبدالله شور او لیوالتیا تل فوټبال ته وه تر هغه چې هغه په کلونو جګړې کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغې اخته شو. اوس هغه خپله ټوله انرژي په سندرغاړیتوب ایښې ده او راتلونکې پړاو ته یې لاره وموندله. میرویس د دي تر څنګ چې خپله هټې اداره کوي، د موسیقې تمرین هم کوي. که څه هم هغه د څارونکو پام ځانته راړولی وه، خو اړ شو چې په همدې پړاو بسنه وکړي او راتلونکي کال کې بیا خپل شانس وآزمایې. جواد، په ملی استیژ کې د سیمه ایز سبک د راړو په هیله او دا چې وکولاې شي د هرات د دودیزي موسیقې په برخه کې، خپله پښه د خپلو ورونو د پښو په ځای کې کیږدي، د یو کال د تیرولو څخه وروسته بیا یې په خپرونه کې ګډون کړي. نذیر د څارونکو د دوو بیلابیلو رایو سره مخامخ شو، خو څارونکو پریکړه وکړه چې هغه ته یو بل شانس ورکړي تر څو وکولاې شي په راتلونکې پړاو کې ځان جوت کړي.

 

حسین احمدی او خور یې په دي خپرونه کې د ګډون لپاره د کابل څخه سفر کړي وه، خو هغوي اړ شول تر څو د خالی لاس سره کور ته راوګرځي. فواد هغه کس چې د دي دور په خپرونه کې د ګډون لپاره د خپل ګیتار سره د اصفهان څخه راغلی وه، وینشو کولاې چې خپله ملودې د هغه نوټونو سره چې غږوله یې، هم غږې کړي. آرش هم خپله سندره د ګیتار په غږولو ترسره کړه، خو څارونکو د هغه نه غوښتنه وکړه چې نور هم په خپل غږ پام وکړي، د همدي لپاره یو څارونکې هغه ته ګیتار وغږوه او هغه یوازې سندره زمزمه کړه.
کولاې شي فکر وکړي چې هغه کوم څارونکی وه؟ په دي موضوع د پوهیدو لپاره، تاسو باید خپرونه ووینې.
د ولایتونو لپاره بس دی! په څلورم پړاو کې!

 

ګډونکوونکي
زهره – د حجاب درلودونکې- په دری او پښتو ژبه سندره زمزمه کوي – راتلونکې پړاو ته یې لاره وموندله.
عبدالله – هغه کس چې د پولیو د ناروغې له امله ګوزڼ وهلی – راتلونکې پړاو ته یې لاره وموندله.
میرویس پوپل – ونشو کولاې راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.
جواد حسین زاده – هغه کس چې په دودیز سبک سندره زمزمه کوي – راتلونکې پړاو ته یی لاره وموندله.
نذیر – هغه کس چې د څارونکو د دوو بیلابیلو رایو سره مخامخ شو.
خور او ورور – حسین احمدی د کابل څخه.
فواد – د ګیتار سره ګډونکوونکی – لاره یې ونه موندله
آرش – یوه ایرانې سندره ترسره کوي – لاره یې وموندله.