۱۱ لړم ۱۳۹۲

مونږ د افغان ستورې نهم څپرکې د مصطفی عزیزیار، د درنو څارونکو ډله او د 1600 څخه ډیر لیواله ګډونکوونکو په کوربه توب سره د لومړنیو آزمایښتونو لپاره د کابل په ښار کې پيل کړ. د سښ کال هر څارونکی د تجربې د کان، لاسته راوړنې او د افغانستان څخه وتلې شهرت په درلودو سره د دي څپرکې ښه راغلاست ته ولاړل. قاسم رامشګر، غوره ګیتارست هم سښ کال له مونږ سره دی. ولی فتح علی خان، د دي څپرکې تر ټولو ځوان څارونکی، د غزل په برخه کې ماستري لري. شهلا زلاند، هغه څوک چې د موسیقې په یوه نامتو کورنې کې زیږیدلې ده هم د ښکلې غږ سره بیرته راګرځیدلې. خو، یو نوی څارونکی د دي څپرکې په خپرونه کې د دي ډلې سره یو ځای شوی دی.

 

( ښاغلی بهزاد) د لومړې ځل لپاره په لومړنیو آزمایښتونو کې، د استاد قاسم رامشګر د شتون لپاره چې په سخت نیونې کې مخینه لري، لږ څه اندیښمن شوی وه. د دي تر څنګ، هغه د لږ څه توصیه سره د استاد قاسم رامشګر لخوا وهڅول شو " هیڅکله هم مه ویریږه". بله ګډونکوونکې خوشبو احمدی وه، هغه څوک چې ډیر وخت کیږې چې د دي خپرونې سره لیوالتیا لري او حتې د پخلنې په وخت کې سندرې وایې او تمرین کوي. ( هغه یو ځل خپل د دي کار لپاره سوځیدلې ده). څو شیبې وروسته، د طاهر شباب یو ځای کیدل د څارونکو سره ټول حیران کړل. هغه خپله حرفه د هیواد د موسیقې د لویو سندرغاړو تر نظر لاندې پيل کړې او د جرمنې څخه یې تر جاپانه د بریالیتوب جایزه ترلاسه کړې.

 

هیله مندو ځوانانو د کابل ښار د ګوټ ګوټ څخه ګډون کړې وه. د هغوي ځینو د 70 څخه ډیرو سندرو د سندرې جوړونې ادعا درلوده. ځینو رپ زمزمه وکړه. ځینو نورو د ټاکنې پړاو ته د رسیدو لپاره، د هر ډول ستونزو سره مبارزه وکړه او بریالې شول: روږدیتوب، ړندې سترګې او ظلم او ستم. او د تل په شان، ځینې خوش شانس ول او ځینو نورو به د راتلونکې کال لپاره بیا زیار وباسې او هڅه وکړي.
د کابل ښار ځینو با استعدادو او ځوانو ښځو راتلونکې پړاو ته لاره وموندله او څارونکي د ډیرې لیوالتیا سره د هغوي د بریالیتوب په تمه د نورو استعدادونو په منځ کې دي. وبه ګورو چې راتلونکې اونې مزار شریف په خپل ښار کې څو پټ ستورې زمونږ لپاره لري. تر راتلونکې اونې، الله مو مل!