۲۸ سلواغه ۱۳۹۲

د سږ کال د خوش شانس پړاو د یوې حذف شوې ګډون کوونکې " خوشبو احمدي" په نشتون کې په لاره واچول شو. خوشبو په خپرونه کې د خپل د نه ګډون څخه بښنه غوښتې و.
د افغان ستوري د نن شپې په خپرونه کې، تر ټول څخه مخکې څارونکي لیدونکو ته وروپیژاندل شول او د رای ورکونې د لارښود څخه وروسته، د خپرونې کوربه د ټولو ګډون کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د نی نواز " سلسله موها" سندره ترسره کړي.

 

 

د آرش بارز څخه د څلورو نورو ګډون کوونکو په استازي توب پوښتنه وشوه چې څوک کیدای شي د خوش شانس په خپرونه کې خپرونې ته لاره ومومي او هغوي د چا نه د سیال په توګه ډیره ویره لري؟ هغه وویلې که هارون انوري بیرته خپرونې ته راستون شي، کیدای شي وکولای شي په خپرونه کې مخ ته ولاړ شي.

 

 

 

وه واړه حذف شويو ګډون کوونکو، خپلې سندرې د خپرونې د میلمه، جاوید شریف د سندرې د زمزمه کولو څخه وروسته ترسره کړې او دا ځل حسام فرزان د عبید جوینده " عشق" سندره ترسره کړه  او ویکولای شو 4 لس نمرې یعنې پوره 40 نمرې د څارونکو څخه ترلاسه کړي. دوهم ګډون کوونکی نذیر خیدري و چې د افغان غوره سندره جوړونکي، ګل زمان "مینه" سندره یې زمزمه کړه او هغه دوه 8 او دوه 9 نمرې د څارونکو څخه ترلاسه کړې. دریم ترسره کوونکی سهراب ایلیار و چې د خیرمحمد چاویش " انه" سندره یې تمرین کړې و او ویکولای شو درې 9 او یو 8 چې 35 نمرې کیږي د څارونکو له خوا ترلاسه کړي.

 

 

 

څلورم ستوری هارون پوپلزی و چې د جلیل ځلاند " ساقي" سندره یې زمزمه کړه او ویکولای شو چې درې 10، یو 9 او مجموعاً 39 نمرې د څارونکو له خوا ترلاسه کړي. پنځم ګډون کوونکی، آناهیتا الفت وه چې د داوود سرخوش " لحظه ها" سندره یې زمزمه کړه او دوه 10، یو 7، یو 9 او مجموعاً 36 نمرې یې ترلاسه کړې. شپږم ګډون کوونکی هارون انوري و چې د نصرت پارسا " نازنین" سندره یې زمزمه کړه او ویکولای شو درې 9، یو 10 او مجموعاٌ 37 نمرې ترلاسه کړي . وروستی ګډون کوونکی جواد حسین زاده و چې د حفیظ الله خیال " از غمت ای نازنین" سندره یې زمزمه کړه او هغه هم وکولای شو درې 9، یو 10 او مجموعاً 37 نمرې ترلاسه کړي.
کوربه خپرونه پای ته ورسوله او د خلکو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د دې فرصت څخه ګټه واخلي او د خپل د خوښې وړ ګډون کوونکي ته خپرونې ته د هغه د بیرته راتګ لپاره هغه ته رایه ورکړي.