د افغان ستوري په یوولسم څپرکې کې، زموږ ټیم د بلخ ولایت ته سفر وکړ، هغه ولایت، چېرته چې د خلکو د احترام وړ ښار، مزار شریف په کې شتون لري. په دې برخې کې، دا ډاډ تاسو ته ورکوو چې تر ټولو غوره استعدادونه، په خپرونې کې د ګدون شانس لاس ته راوړي، څرنګه چې استعداد لرونکی ځوان، پنجشنبه مفتون، د خپل ښکلي غږ سره وټاکل شو. هغه هم په تېر کال کې د مزارشریف څخه د ګډونکوونکي په توګه دې خپرونې کې شتون درلود او حتا تر پایلني پړاو پورې هم مخ ته ولاړی او دوهم مقام یې خپل کړ. په تېر څپرکې کې، موږ د مزارشریف څخه ګڼ شمېر ګډونکوونکي درلودل په داسې حال کې چې په دې څپرکې کې، د صلګونو داسې لېوالانو د ګډون شاهدان وو چې په وروستي پړاو کې د ټاکل کېدنې او د ګډون شانس لاس ته راوړنې هیله یې درلودل.
د ترسره کونې او د سیالۍ په ټول بهیر کې، څارونکو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې او د ډېر د احترام سره یې د ګډونکوونکو سره پر ځان د باور، د موسیقۍ پوهې، او تر ټولو زیات، د غږ سوچهوالې ټکې شریکې کړې. دا ټکې باید د ګډونکوونکو له خوا په پام کې ونیول شي.
یو ځوان چې ۷ کاله د موسیقۍ په تمرین کې بوخت وو، حبیب الله فاني، په افغان ستوري کې د ګډون په موخه یې دې خپرونې کې شتون درلود. هغه د «بیا تا قدر یکدیګر بدانیم» سندره ترسره کړه چې دا ترسره کونه د څارونکو د مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. په دوام کې، د عبدل کبیر کپچه په نوم د یوه ستړي سړي د ترسره کونې شاهدان وو؛ هغه د روسي سندرو ترسره کونې سره څارونکي حیرانه کړه مګر په پای کې کله چې د وروستي پړاو لپاره و نه ټاکل شو، ډېر زیات خپه او غوصه شو.
فریحه نظري، په دې خپرونې کې یوازینې ښځینه ګډونکوونکې، کومه کسه چې غواړي نه یوازې په افغانستان کې، بلکه په ټوله نړۍ کې نامتو شي، د افغان ستوري د یوې پخوانې ستورې، لطیفه عزیزي، سندره یې ترسره کړه. دا ترسره کونه د څارونکو د خوښې وړ شوه او هغوی وروستي پړاو ته د ګډون کارټ هغې ته ورکړ.
د دوهمې برخې د نورو ځانګړتیاوو د لیدو لپاره، لاندیني ویډیو باندې کلیک وکړئ او دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.