د افغانستوري د ۵ غورو پړاو ځانګړی مېلمه، یو نامتو افغان شاعر او لیکوال، ډاکټر سمیع حامد، وو. هغوی د ګډونکوونکو د ترسره کونې په اړه خپل مثبتې ویناوې وړاندې کړې او د خپرونې تر پایه یې ملتیا وکړه.
دا خپرونه د پاتې شوي ۵ غورو ستورو له یوې ډلهییزې سندرې سره پيل شوه. وروسته له دې ترسره کونې، قیس الفت، د خپرونې یو څارونکی پر صحنې باندې ښکاره شوه او د هېواد په ویاړ یې یوه هیجانوونکې سندره ترسره کړه؛ یوه داسې سندره چې ټوله یې حیران او غلي کړه.
اشکان عرب لومړی ګډونکوونکی وو چې د ننې شپې انفرادي ترسره کونه یې پيل کړه. اشکان د «برو صدا کو بارانه» په نامه یوه سندره ترسره کړه مګر دا ترسرهکونه د څارونکو د پام وړ و نه ګرځېدل. که څه هم، په ټولهییزه توګه د هغه ترسره کونه د خپرونې د ځانګړي مېلمه له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. وروسته له اشکان، زېبا حمیدي یوه رپ سندره ترسره کړه و یې کولای شو له ۴۰ امتیازونو څخه، ۳۱ امتیازونه ترلاسه کړي.
دریم ګډونکوونکی چې پر صحنې ښکاره شو، منصور آرین وو. هغه د «وقتې قلم زن قلم مېزنه» په نامه یوه سندره ترسره کړه، څارونکو د هغه ترسره کونې ته ۲۸ امتیازونه ورکړه او په دې توګه منصور د دې اونۍ تر ټولو ټیټ امتیازونه لاس ته راوړه. وروسته له هغوی، سحر آرین د «سر شام لب بام میبرایم» په نامه یوه سندره ترسره کړه، څرنګه چې دا ترسره کونه د مېلمه له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. سحر له دې ترسره کونې سره ۲۹ امتیاوزنه خپل کړه.
په پای کې، راشد آریا وروستی ګډونکوونکی وو چې پر صحنې ښکاره شو او د «در خیابان نالۀ فرخنده ها» سندره یې ترسره کړه. راشد ۳۴ امتیازونه لاس ته راوړه چې د ننې شپې تر ټولو زیات امتیازونه وه او دا د دې لامل شو چې خپله سندره د دوهم ځل لپاره هم ترسره کړي.
په بشپړه توګه د افغانستوري ۲۱ پړاو د لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلیک کړئ!