۱۸ مرغومی ۱۳۹۲

زمونږ ستورو سره دا ځل  پيژندل شوي او درون سندرغاړي، وحید قاسمي چې ښکلی غږ لري، یو ځای شو، تر څو د هغوي د مهارت په لوړ والي کې، د هغوي مرسته وکړي. د خپرونې دا برخه د پاتې 8 غوره ګډون کوونکو د ډله اییزې ترسره کونې سره، پیل شوه. هر ګډون کوونکي د دې سندرې یوه برخه داسې زمزمه کړه چې ټول ناست کسان د هغوي د هڅولو لپاره په پښو ودریدل او استاد قاسمي د دې سندرې وروستې قطعه زمزمه کړه.

 

ټولې سندرې د ژوندې موسیقې او د مثبت او منفي رایې د اس ام اس سیسټم سره چې دا په خپله د سږ کال د افغان ستوري په خپرونه کې یو نوی غوره توب دی، ترسره شوې. نذیر د دې خپرونې لومړې سندره د مینې څخه ډک زړه په درلودو سره ترسره کړه او وې کولای شو چې درې 7 نمرې او یو 8 نمرې ( د تیرې اونې د نمرو سره مساوي) د څارونکو له خوا تر لاسه کړې. هارون پوپلزی د تیرو اونیو په پرتله ډیر ښه وځلیده خو لاتر اوسه هم څارونکي د هغه نه لازیاته تمه لري او هغه ته یې یادونه وکړه چې د ستونزمنې سندرې په ټاکنې سره یې کولای شو لا زیاتې نمرې ترلاسه کړي. سهراب ازبکي کلاسیکه سندره د څارونکو په خوښه او زړه زمزمه کړه. حسام د احساساتو څخه ډکه پښتو سندره زمزمه کړه چې د هر څارونکي نه یې 9 نمرې ترلاسه کړې. وروستی ستوری، نایب وه چې په خپل نفس د باور او د استیج پر سر د آرامو حرکتونو په درلودو سره یې وکولای شو د دې شپې لوړې نمرې په پوره توګه ترلاسه کړي. په دې شپه کې داوود خپله سندره د خپلې موسیقې آله څخه پرته ترسره کړه، خو بیا هم ناست کسان د هغه په درناوي په پښو ودریدل او هغه یې وهڅوه.

 

 

د آناهیتا د تیرې اونې د کړنې پایله داسې نمرې نه وې چې هغې یې تمه درلوده، د همدې لپاره هغې ټوله اونې زیار وباسه تر څو د هغې بیرته راتګ د استیج پر سر درې 10 نمرې او یو 9 نمرې پایله ولري. ربیع الله د څارونکو د استندردونو پر بنسټ مخ ته ولاړ او داسې ښکاري چې په همدې توګه به مخ ته ولاړ شي. آرش د خپلې ښکلې ترسره کونې سره وکولای شو د دې خپرونې د ټولو څارونکو لخوا 10 نمرې ترلاسه کړې او ځان یې د نمرو د ترلاسه کولو له اړخه د نایب تر څنګ ولید. په همدې توګه هارون انوري یوه چټکه سندره زمزمه کړه، خو د څارونکو د نمرو د ورکولو څخه ناخوښی و او داسې احساس یې کاوه چې څارونکي د نمرې په ورکولو کې عادلانه قضاوت نه کوي. هغه غوښتنه وکړه چې له سره خپله سندره زمزمه کړي او 7 نمرې یې چې د هر څارونکي له خوا تر لاسه کړې وې، رد کړې. آیا هغه به وروسته له دې له مونږ سره ادامه ورکړي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره، تر راتلونکي اونې پورې له مونږ سره اووسې!