۲۴ مرغومی ۱۳۹۲

زمونږ ګډونکوونکي به د 10 غوره کسانو په دې برخه کې 9 کسانو ته راښکته شي. د دې خپرونې لومړې سندره د نایب نایاب او سهراب ایلیار د دوه کسیزې ترسره کونې سره یو ځای ده. هغوي " جامه نارنجی" سندره زمزمه کوي او څارونکي د هغوي دا ترسره کونه ستایي. وروسته له هغوي آناهیتا الفت او نذیر حیدري د دې شپې دوهمه دوه کسیزه سندره ترسره کوي. ناست کسان د اجمل پارسا د ځانګړې ترسره کونې د اغیزې لاندې راځی، هغه د خپل بیلابیلو سندرو څخه ځیني قطعې ترسره کوي. د نن شپې بله دوه کسیزه ترسره کونه د هارون انوري او آرش بارز ده، چې" بی بی صنم جانم" سندره زمزمه کوي چې د څارونکو له نظره ‌ډیره ښه ترسره کونه و. د نن شپې بلې جوړې، داوود پژمان او ربیع بهزاد چې د لیدونکو او ناستو کسانو د خوښې وړ ستوري دي، یوه افغاني کلاسیکه سندره د " کمر باریک" په نوم زمزمه کوي.

 

 

او په پای کې د پایلې د اعلان وخت رارسیدلی. څلور ګډونکوونکي هر یو سهراب ایلیار، نایب نایاب، هارون انوري او هارون پوپلزي چې په ټیټو رایو کې دي، د استیج پر سر پاتې شول. د هارون پوپلزي او نایب نایاب له منځه باید یو کس حذف شي او د خپرونې په پای کې هارون پوپلزی دی چې باید د خپرونې سره خدای په امانی وکړي، خو هغه د خدای په امانې څخه مخکې د څارونکو، لیدونکو او د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو څخه د دې خپرونې د په لاره اچونې لپاره مننه کوي.