۲۴ مرغومی ۱۳۹۲

د دې اونې خپرونه یوه ځانګړې خپرونه ده، په دې اونې کې د تیرو اته کلونو یو شمیر ځلانده ستوري له مونږ سره دي. خو په پيل کې د افغان ستوري د نهمې جشنوارې 9 ستورو، یوه ډله اییزه سندره زمزمه کړه. آرش بارز " ای زما وطنه" سندره چې اته ځله زمزمه شوې د نهم ځل لپاره د اکوستیک ګیتار د غږولو سره زمزمه کوي. او وروسته د دې وار رارسیږي تر څو د افغان ستوري په ځلانده نیټه کې د تیرو پړاوونو د غوره ستورو د نه هیرودونکو ترسره کونو څخه یادونه وکړو. مونږ ټول د څلورم څپرکې ستوری، فرخ احمدي په یاد لرو او د موسیقۍ په برخه کې مونږ ټول د هغه د بریالیتوبونو شاهد د هغه ټلویزیون څخه یې چې پيل وکړ، یو. خالد خلوت د دریمې جشنوارې ستوري هم په خپلې ترسره کونې ټول ناست کسان اړوي تر څو په پښو ولاړ هغه وهڅوي. په دې خپرونه کې د تیرو جشنوارو د ستورو نظر د نهم څپرکي د ګډونکوونکو په اړه اخلو. خالد، داوود پژمان د دې څپرکي د غوره کس په توګه ټاکي او فرخ، آرش بارز د خپلې خوښې غږ په توګه ټاکي. آرش د دې خپرونې لومړې سندره زمزمه کوي، که څه هم کابلي لهجې ته په کتو سره د ځینو لغتونو په تلفظ کې د غلطې له امله نمرې یې کمیږي، خو د خپل ترسره کونې لپاره د څارونکو څخه ښې نمرې ترلاسه کوي.

 

په تیره برخه کې د ټولو په مخ کې د هارون انوري د مخالفت څخه وروسته چې د نمرې ورکولو لپاره یې درلود، د هغه د دې اونې ترسره کونه د درنې هنرسنجې پر بنسټ د څارونکو له خوا قضاوت کیږي او هغه ته ټیټي نمرې ورکول کیږي. مونږ د افغان ستوري د تیرو کلونو د ستورو د بلې ترسره کونې شاهد یو، او دا ځل هغه بل څوک نه ده پرته له لطیفه عزیزي څخه، چې د افغان ستوري د اتم څپرکي ستورې و.
او په ادامه کې د نهمې جشنوارې ګډونکوونکې، آناهیتا الفت خپله سندره زمزمه کوي، مونږ د الهه سرور یوه توده او په زړه پورې ويډیو چې د افغانو میرمنو څخه د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې له ځان سره لرو. د دې خپرونې وروستې سندره د ناستو کسانو د خوښې وړ ستوري، داوود پژمان له خوا تر سره کیږي، هغه کس چې ښۍ نمرې د څارونکو لخوا ترسره کوي. که غواړي پوه شې چې کوم ستوری به په راتلونکې خپرونه کې حذف شي، نو له مونږ سره اووسئ.