۲۹ مرغومی ۱۳۹۲

دا اونې به بیا د افغان ستوري د 9 ګډون کوونکو له ډلې څخه یو کس حذف شي. خو د دې اعلان څخه مخکې چې څوک به د خپرونې څخه حذف شي، د دې خپرونې د غوره میلمه، شریف ساحل ترسره کونې ټول هیجاني کړل. شریف د خپلو سندرو څخه د ترکیب شوې سندرې په ترسره کولو سره، ځانګړی موسم د حاضرینو او ګډون کوونکو په منځ کې رامنځته کړ. د دې اونې لومړې دوه کسیزه سندره د داوود پژمان او آناهیتا الفت له خوا ترسره شوه. آناهیتا خپل د دې شپې ترسره کونې ته د ستونزې په سترګه ګوري، ځکه چې دا سندره هغه دې ته اړه وي چې د دې ډول ترسره کونې په ځای نوی سبک، زده کړي. د دې شپې بله جوړه، حسام فرزان او سهراب ایلیار د تیرو اونیو د پاپ او مستو سندرو پر خلاف، دا ځل آرامه سندره زمزمه کوي. استاد شهلا د هغوي د دې شپې د ترسره کونې له امله،  په پوره توګه د اغیزې لاندې راځي.

 

نایب نایاب او ربیع الله بهزاد پښتو سندره د " تورې سترګې خمارې" په نوم زمزمه کوي چې څارونکي د هغوي د دې ترسره کونې څخه ډیر خوند اخلي. آرش بارز، نذیر حیدري او هارون انوري د دې جشنواره لومړنې درې کسیزه سندره یو ځای زمزمه کوي.
بلاخره د پایلې د اعلان وخت رارسیدلی او هارون انوري هغه کس دی چې باید د خپرونې سره خدای په امانی وکړي. هغه خپله وروستې سندره مونږ ته زمزمه کوي او اوس د خدای په امانې وخت رارسیدلی دی. تر راتلونکې خپرونې چې د افغان ستوري د 8 غوره ګډون کوونکو سره ستاسو چوپړ ته حاضریږو، له مونږ سره اووسئ.