۹ سلواغه ۱۳۹۲

په دې اونې کې، زمونږ 7 غوره ګډون کوونکي خپلې سندرې زمزمه کوي او زمونږ لیدونکي به دا وټاکي چې څوک په راتلونکې خپرونه کې حذف شي او څوک کولای شي چې د 6 غوره کسانو تر پړاوه په خپرونه کې پاتې شي. نایب نایاب لومړی ګډون کوونکی دی چې خپله سندره زمزمه کوي او دا ځل هغه آرامه سندره ټاکي چې مونږ لاتراوسه دا ډول سندره د افغان ستوري په خپرونه کې نه وه اوریدلې. ډیری څارونکي 7 او 8 نمرې هغه ته ورکوي او د هغه د سندرې ټاکنه خوښوي.

 

وروسته حسام فرزان خپله سندره زمزمه کوي چې وروسته له هغې، زمونږ کوربه مصطفی د اسکایپ له لارې د رشاد ظاهر، سندرغاړی او زمونږ د هیواد نامتو سندرغاړي احمد ظاهر زوي، سره خبرې کوي.

 

آناهیتا الفت د نن شپې لپاره د احمد ظاهر " درخت فروردین" سندره تاکلې ده. په ټوله اییزه توګه څارونکي د هغې د ترسره کونې څخه راضي دي خو له هغې څخه غواړي چې د خپل د آواز د سبک په جزئیاتو لازیاته کتنه وکړي او هغو ته پرمختګ ورکړي.

 

په دې اونې کې مونږ یو ځانګړی میلمه هم لرو، په کیسو کې شته سندرغاړی، امان الله امانۍ. د څارونکو او لیدونکو لپاره دا یو فرصت دی تر څو خپل درناوی د افغانستان د فرهنګ دې ریښیني ستوري ته وړاندې کړي.

 

همدرانګه زمونږ ګډون کوونکي د لیدونکو رالیږل شوي پوښتنو ته هم ځوابونه وایي – هیله ده د خپلو پوښتنو رالیږلو ته ادامه ورکړئ.

آرش بارز د خپلې ښکلې سندرې او احساساتو په وړاندې کولو سره، بیا ناست کسان او څارونکي حیرانوي. د افغان ستوري چمتو کوونکي د استیج پر سر د آرش د پلار په راوړلو، هغه حیرانوي او د شک سره یې مخ کوي.

تر راتلونکې خپرونې چې یو بل ګډون کوونکی به د خپرونې څخه حذف شي، له مونږ سره اووسئ.