۱۱ کب ۱۳۹۲

د نن شپې خپرونه د ګډون کوونکو د لنډې مرکې او وروسته له هغې " د لشکر مردم" ډله اییزې سندرې سره پیل شوه.د څارونکو د پيژندنې څخه وروسته، د دې خپرونې لومړې سندره " هی دخترک" د نقیب نیکان، د خپرونې غوره میلمه له خوا ترسره شوه. د خپرونې لومړې دوه کسیزه سندره د " وایگن" څخه وه. دا سندره د آرش بارز او نایب نایاب له خوا ترسره شوه چې د شهلا ځلاند د ستاینې سره مل وه.

 

 

آرش بارز او داوود پژمان د خپرونې دوهمې دوه کسیزې سندرې ته چې د ظاهر هویدا " چی دیدی" سندره وه چمتوالی نیولی وه. په تیرو خپرونو کې دا دوه ګډون کوونکي په دې نه وو توانیدلي چې د دې سندرې ترسره کونې ته ادامه ورکړي. هغوي په پام کې درلوده چې غوره ترسره کونه ولري او د هغوي تر سره کونه د څارونکو د خوښې وړ وګرځېده.وروستې دوه کسیزه سندره " همیشه همیشه" د نایب نایاب او ربیع الله بهزاد له خوا ترسره شوه. دا هم د آرش بارز او داوود پژمان د ترسره کونې په شان د تیرو خپرونو څخه نامکمله ترسره کونه وه چې بیا ترسره شوه. هغوي دا هیله درلوده چې په دې خپرونه کې دا سندره ترسره کړي او د څارونکو څخه یې هم ښه وړاندیزونه ترلاسه کړل.

 

لیدونکي او څلور ګډون کوونکي د دې په تمه ول چې څوک به د خپرونې څخه حذف شي چې په پای کې آناهیتا الفت چې هغې په خپله په خپرونه کې د ګډون کولو څخه ډډه کړې وه د حذف شوې ګډون کوونکې په توګه، وګڼل شوه.