۱۸ کب ۱۳۹۲

اوس د افغان ستوري مقام ډیر نژدې دی. مونږ د درې غوره کسانو سیالۍ ته رسیدلي یو او هره اونې دا خپرونه لانوره هم د هیجانه ډکیږي. دا برخه د نامتو افغان سندرغاړي، فرهاد غفور د " قلم" په نوم سندرې سره پيل شوه.د دې خپرونې لومړی با استعداده ګډون کوونکی ربیع الله بهزاد و چې د فرهاد دریا "دیوالونه" سندره یې د ډیرې ښکلا څخه ډکه ترسره کړه. او د صدیق شباب مثبت قضاوت او وړاندیزونه یې ترلاسه کړل.دوهم ګډون کوونکی داوود پژمان و: هغه وویلې چې د افغان ستوري په خپرونه کې د ګډون سره، په توانیدلی دی تر څو د خوشقارچې په نوم د موسیقۍ یوه سنتي افغاني آله خلکو ته وروپیژني. هغه د نامتو افغان سندرغاړي، استاد ناشناس "جانانه" سندره زمزمه کړه او شهلا ځلاند د هغه د ترسره کونې قضاوت وکړ.دریم ګډون کوونکی نایب نایاب و چي د وحید قاسمي د " شب است و باز" ښکلې سندرې په زمزمه کولو سره یې، ټول ناست کسان د خپلې اغیزې لاندې راوستل او د خپرونې د بل څارونکي، ولی فتح علي خان مثبت او منفي وړاندیزونه یې ترلاسه کړل.

 

د دې خپرونې څلورم ګډون کوونکی آرش بارز و چې د خپلې ناسارې ترسره کونې سره یې، حتا څارونکي په پښو ودرول. هغه د امید پارسا " لاله او برگ" سندره ترسره کړه. هغه وویلۍ چې د هغه لپاره پروا نلري چې هغه د افغانستان له کوم ځایه راځي، بلکه هغه دا سندره د خپل ټول هیواد د خلکو لپاره ترسره کوي.
بلاخره د دې وخت راورسید تر څو حذف شوی ګډون کوونکی اعلان شي. ښکاریده چې د ناستو کسانو زړه ډیر چټک درزیده او هیجان هغوي ټول د اغیزې لاندې نیولي ول. په پای کې هغه کسانو چې تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړې وې، وپیژندل شول او داوود پژمان هغه ګډون کوونکی و چې باید د خپرونې څخه یې خدای په امانی کړی وی. هغه " دیګر مرا" سندره د افغان ستوري د استیج پر سر د وروستۍ سندرې په توګه ترسره کړه.