۲۶ کب ۱۳۹۲

تېره بنجشنبه ، د افغان ستوري د درې غوره ګډون کونکو د نتایجو اعلانول  د افغان ستوري د نهم فصلد تر ټولو په زړه پورې خپرونه وپيژندل شوه . که څه هم د دې پړاو موخه دا وه ترڅو په دې درې تنو کې د کال دوه استعاد لرونکي وپيژندل شي. ارش  بارز ، ربیع الله بهزاد  او همدرانګه نایب نایاب د دې مرحلې هغه درې ګډون کونکي و چې نیمه پایلې ته ېی لاره موندلې وه، د یوې مشهورې سندرې په ویلو سره چې وايي “ دا زموږ زیبا وطن “ خپرونه پېل کړه . ارش بارز خپله سندره په دې مرحله کې په ډېر جرت او همدرانګه په ډاډ پېل کړه. داسې ښکاریده چې د “ بشر “ سندره د هغه د استعداد وړ سندره وه. همدارنګه هغه د شهلا زلاند نه ډېر ارزښت لرونکي نظریات تر لاسه کړل . دوېم ګډون کونکی چې د سټیج سر ته راڅرګند شو نایب نایاب و. چې ده هم د خپل لمړني ملګري په څېر د “ ای اشنا” سندره په ډېر لوړ استعداد ترسره کړه ، چې د خپرونې د داور قاسم رامشګر مثبت نظریات ېې تر لاسه کړل .

 

ربیع الله بهزاد د خپرونې وروستې ګډون کونکی و چې د “ دلم ګرفته ای دوست “ سندرې په ویلو سره ټول لیدونګي په خوځښت راوستل چې خپل استعداد ېې ټولو ته وښوده.  ټول راغلي تماشاچیان ېې د خوشالي د ډکې ځولۍ سره کول ته ولیږل. په خپرونه کې څوک پاتې شو؟ څوک د خپرونې ویستل شو ؟ د دې هرڅه د پوهیدو لپاره له تاسې نه هیله کیږئ چې زموږ یوټوب شبکې ته لاړ شئ  او زموږ د درېمې مرحلې د درېم ګډون کونکي د ویستل کیدو ویدو وګورئ.