۵ کب ۱۳۹۲

د افغان ستوري د 5 غوره کسانو د خپرونې لومړنی ستوری داوود پژمان و، چې یوه افغاني محلي سندره یې د " خدا گر پرده بردارد" په نوم ترسره کړه. داوود په ټوله اییزه توګه د خپرونې د څارونکو څخه 35 نمرې ترلاسه کړې. وحید قاسمي، د داوود پژمان ښوونکي هغه ته د هغه د ترسره کونې په اړه مثبت وړاندیزونه وړاندې کړل.
د خپرونې دوهم ګډون کوونکی، ربیع الله بهزاد په ځانګړې توګه لیدونکو ته وپیژندل شو ( په دې اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره، ویډیو ووینئ)، همدارنګه ربیع الله، په خپرونه کې د خپل پرمختګ په لاره کې داوود پژمان لوی خنډ وګڼه.

 

 

ربیع الله بهزاد د وحید قاسمي " چی باجا شد" سندره زمزمه کړه. هغه د خپرونې د څارونکو له خوا تر ټولو لوړې نمرې، یعنې د هر څارونکي څخه 10 نمرې چې مجموعاٌ 40 نمرې کیږي، د وحید قاسمي د مثبت وړاندیز سره یو ځای ورکول شوې.
دریم ګډون کوونکی آرش بارز و. هغه "لیلی جان" سندره د سنتي موسیقۍ سره ترسره کړه او د څارونکو له خوا یې د 40 نمرو څخه 36 نمرې ترلاسه کړې.

 

 

د خپرونې څلورم ګډون کوونکی نایب نایاب و، هغه کس چې د " روی یار خال داره دانه دانه" سنتي سندرې سره د استیج پر سر ښکاره شو. چې د څارونکو له خوا یې درې 10 نمرې او یو 9 نمرې چې مجموعاٌ 39 نمرې کیږي، ترلاسه کړې.
آناهیتا الفت، هغه کس چې د خوش شانس په خپرونه کې یې د دوهم ځل لپاره خپرونې ته لاره وموندله، د دې پړاو پنځمه ګډون کوونکې و او د دې خپرونې وروستۍ سندره یې چې د " الی جو" په نوم ترسره کړه. او د خپرونې د څارونکو له خوا یې مثبت وړاندیزونه، د مجموعاٌ 36 نمرو سره ترلاسه کړې. آناهیتا وویلې، هغه ډیره خوشحاله ده چې بیرته په خپرونې کې سیالۍ ته راستنه شوه او هیله لري چې د خپلو مینه والو له خوا ورڅخه ملاتړ وشئ.

 

 

ربیع الله بهزاد ته د غوره ترسره کونې لپاره د 40 پوره نمرو سره، د څارونکو له خوا د دې شپې د طلایي ستوري لقب هم ورکول شو.
د افغان ستوري د دې شپې په خپرونه کې د موسیقۍ درې سنتي ډلو شتون درلود چې د هغوي په شتون سره خپرونې ته لازیاته ښکلا ورپه برخه شوه. د دې خپرونې د ويډیو د لیدو لپاره په یوتیوب کې زمونږ پتې ته مراجعه وکړئ.