۱۶ مرغومی ۱۳۹۲

د پایلو د اعلان د پړاو د پيل سره، مونږ اړ یو چې بیا هم خپل یو بل ګډونکوونکي سره خداي په امانی وکړو. خو مخکې له هغې، د موسیقي د ستورو او د افغانستان د والیبال د ملي ټیم د ستورو تر مینځ سیالۍ ته یوه لنډه کتنه کوو. که څه هم هغوي د سیالۍ په ډګر کې بریالي نه ول، خو زمونږ ګډون کوونکو د خپلې خوښې سندرو په زمزمه کولو سره د څارونکو د قانع کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړې – چې پایله یې نه درلوده. د خپرونې میلمه، فردین فاخر، د " چشمان" سندرې په زمزمه کولو سره خپرونه پيل کړه. زمونږ لومړنیو ګډونکوونکو یوه دوه کسیزه سندره زمزمه کړه. نایب نایاب او هارون پوپلزي " دختر کابل" سندره ( چې زمونږ د کوربه له خوا جوړه شوې وه) زمزمه کړه په داسې حال کې چې ډیرو حاضرو کسانو دا سندره د ډیر هیجان له امله په ولاړه واوریده. دوهمه جوړه، " ساربان" سندره د آناهیتا او آرش له خوا ترسره شوه چې دا سندره د خدای بښلي جلیل زلاند له کارونو څخه وه. څارونکو دې ټکې ته اشاره وکړه چې دې دواړو ستورو د پام وړ پرمختګونه درلودل، په داسې حال کې چې لازیات امتیازونه یې هم خپل کړل.

 

ربیع الله او هارون انوري دریمه ځواکمنه دوه کسیزه ترسره کونه د فرهاد دریا د " نه تنها تویی" سندرې په زمزمه کولو سره کړه. د خوشبو او داوود دوه کسیزه ټیم، یوه په زړه پورې ننداره د "جگرم" سندرې په زمزمه کولو سره ښکاره کړه، داوود دا جوته کړه چې کولای شي د دې تر څنګ چې د نارینه وو سره ښه دوه کسیزه سندرې وایې د ښځینه وو سره هم سندرې زمزمه کړي. نذیر او حسام خپرونه د استاد حسین آرمان د سندرې په زمزمه کولو سره پای ته ورسوله. مونږ د نه منلو وړ شیبې ته ورسیدو چې هغه هم د خدای په امانې شیبه ده چې د یو ستوري سره یې کوو. هغه ستوری څوک وه؟ آرش؟ نایب؟ خوشبو؟  باید تر وروستۍ ترسره کونې په تمه پاتې شي.