۱ سلواغه ۱۳۹۲

د 8 غوره کسانو پړاو دی او په پیل کې د افغان کلاسیک سندرغاړې، رحیم غفاري په زړه پورې ترسره کونې مونږ ټول حیران کړو. د دې خپرونې لومړې سندره د ربیع الله بهزاد د ترسره کونې سره پیل شوه، او د هغه پسې ستورې آناهیتا الفت ده چې نشي کولای په خپلې ترسره کونې څارونکي ځان ته جذب کړي. او د څارونکو خبرې مني او هغه یادونه  کوي چې دا سندره یې، په سمه توګه نه ده زمزمه کړې.

د نظیر حیدري څخه سندره اورو چې د هغې د ترسره کونې پایله، د هر څارونکي څخه د 8 نمرو لاسته راوړل دي.
داوود پژمان، د حاضرینو او ناستو کسانو د خوښې ستوری دی، دا ځل نشي کولای چې په خپلې ترسره کونې سره د څارونکو رضایت ترلاسه کړي. هغه د لومړي ځل لپاره، د دې جشنوارې تر ټولو ټیټې نمرې ترلاسه کوي.

 

په دې برخه کې زمونږ ستوري په یتیم ځای کې د افغان ماشومانو څخه کتنه کوي چې د ستورو، څارونکو او همدارنګه د ماشومانو د کتنې پایله د معنی څخه ډکې پیښې ته بدلون مومي. د استیج پر سر د مدینې، په موسیقۍ کې افغانه استعداد لرونکې او یتیمه انجلې، فوق العاده ترسره کونه، د دې خپرونې تر ټولو په زړه پورې شیبه و. استاد شهلا د ټولو لیدونکو څخه غوښتنه کوي تر څو د افغانستان د ماشومانو سره مینه وکړي او د هغوي پاملرنه وکړي.

د دې خپرونې نورې په زړه پورې ترسره کونې د آرش بارز دي، هغه کس چې د ځانګړي غږ استعداد یې په دې خپرونه کې ښکاره کیږي. په راتلونکې خپرونه کې به څوک حذف شي؟ نو له مونږ سره اووسې!