۱۱ لیندۍ ۱۳۹۲

د دې اونې په خپرونه کې، افغانانو د نړې د ګوډ ګوډ څخه د انټرنټ له لارې د یو قطعه سندرې په درلودو سره د افغان ستورې د لومړنیو آزمایښتونو د ګډون فرصت ترلاسه کړ. د څو لېږدول شویو ویډیو یې کلیپونو له منځه، لس کسه بریالې شول تر څو دوهم انټرنټي پړاو ته لاره ومومی چې په هغې پړاو کې څارونکې باید د هغوی له ډلې څخه یوازې یو کس د سیالې لپاره وټاکې.
کاوه اخګر د سندرې د زمزمه کولو پر ځای، سهوا یو شعر وایي. لیلا احمدي د ایران څخه پيغله که څه هم د څارونکو له نظره ډیره ځوانه ښکاري، خو بریالې کیږي تر څو په خپل غږ څارونکې د خپلې اغیزې لاندې راوړي. هغه خپله سندره په دوهم پړاو کې هم ترسره کوي، خو د څارونکو له نظره د جوتولو لپاره بسنه نه کوي. نجیب جویا، د کاناډا څخه ګډونکوونکۍ چې خپله سندره په فارسي او هندي ژبه زمزمه کوي او بریالۍ کیږي تر څو د څارونکو رضایت ترلاسه کړي او دوهم انټرنټي پړاو ته لاره ومومي، هغه پړاو چې هغه پرېکړه لري تر څو خپله سندره د پیانو په غږولو ترسره کړي.

 

احمد شاه میري د امریکا څخه څارونکو ته وایې چې هغه تل د افغان ستورې خپرونه ګوري او په دې خپرونه کې د ګډون هیله لري.
استاد شهلا د هغه په اړه وایې چې هغه د هغه کسانو له ډلې څخه یو ښه مثال دی چې د خپل غږ د وړاندې کولو پر ځای، خپل بدن ډیر ښوځوي او د بریالیتوب په اړه فکر نه کوي. زمونږ کوربه مصطفی د اسکایپ له لاري د څو ګډون کوونکو سره خبرې کوي تر څو د دې پایله چې آیا هغوی راتلونکې پړاو ته لاره مومي یا نه هغوی ته اعلان کړي. حیرانونکې شېبې د ټولو لپاره! په پای کې، لطیف عطایې، هغه کس چې د خپل درې ماشومانو سره په کانادا کې ژوند کوي، د څارونکو یوازینۍ د خوښې وړ ګډونکوونکی په ټوله نړی کې دی. هغه بریالۍ شو چې راتلونکې پړاو ته لاره ومومي.

 

احمد خالد د کاناډا څخه – وروستې پړاو ته لاره نه مومي.
کاوه اخګر د ناروې څخه – د سندرې پر ځای، شعر لولي. راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
لیلا احمدی د ایران څخه – راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
نجیب جویا د کاناډا څخه – راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
احمد شاه میري د امریکا څخه – راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
احسان الله احمدي د آسټرالیا څخه – راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
عبد الرؤف د کاناډا څخه -  راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
لطیف عطایې د کاناډا څخه - راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
نوید میاخی د پاکستان څخه - راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
احمد جلال د هالند څخه – د سیمه ایزې ډول طبلې په وهلو خپله سندره ترسره کوي – نه بریالۍ کیږي.
جاوید منصورې د امریکا څخه - راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
یما صدیقې د سویډن څخه - راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
امیر نوروزي د سویډن څخه – د په زړه پورې غږ او ګیتار سره یې خپله سندره زمزمه کوي - راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.
فردین حسنی د روسیه څخه – هغه ونشو کولاې تر څو خپل ویډیو کلیپ راولیږي، هغه ټپې وه او د نوي د عملیات څخه رخصت شوی و، د همدي کبله یې خپله سندره د اسکایپ له لارې ترسره کړه – راتلونکې پړاو ته لاره نه مومي.