۲۶ لړم ۱۳۹۲

دریمه برخه مونږ جلال آباد او کندهار ته وړې هغه ځای ته چې زرګونه ګډونکوونکې د خپل د موسیقې د استعداد د ښکارولو لپاره په تمه ولاړ ول. د خپرونې د هیلو ډکو ګډونکوونکو سره د کتنې مخکې، مونږ په جلال آباد کې د عبدالوکیل خان د موسیقې د لیسې څخه کتنه وکړه. که څه هم څارونکې د هغه غږونه څخه یې چې اوریدل ناخوښې او ناهیلې ول خو هغوي د ځینو پټو استعدادونو په کشف کونې بریالې شول...
لومړنې دوره په هماغه اندازه چې مونږ د افغان ستورې د خپرونې څخه درلوده په بیلابیله توګه او د لازیاتو استعدادونو د ګډون سره یو ځای وه. ګوردیب سینګ د جلال آباد څخه خپلې هیلې ته د رسیدو لپاره د خپلې مور په ملاتړ او هڅونې سره په دي خپرونه کې ګډون کړې، هغه لوړ او ډیر ستونزمن نوټونه په ډیره آسانې سره زمزمه کول. مرتضی احمدی، د رکشا چلونکی دی، هغه د خپلې هیلې په اړه خبرې کوي او وایې چې افغان ستوری کولاې شي ښه ژوند د هغه لپاره برابر کړې.

 

او دا ځل د کندهار استعدادونو او هیلو ته وار رارسیږي، محمد نادر همتا، د ملی پولیس څخه، هیواد ته د مینې په اړه د یوې سندرې په زمزمه کولو سره د کندهار لومړنې آزمایښتونه پيل کوي خو نه بریالی کیږي چې څارونکې د خپلې اغیزې لاندې راوړې. بل ګډونکوونکې عبدالرازق عقیل وه چې راتلونکې پړاو ته د لارې موندلو لپاره یې کارت ترلاسه کړ، هغه د شور او هیجان سره حتې د آزموینې د خونې څخه دباندې د خپل سندرې زمزمه کولو ته ادامه ورکړه.

 

کیداې شي د خپرونې تر ټولو په زړه پورې برخه د پولاد راتګ خپرونې ته وه، هغه زمونږ کوربه ته وایې چې د 100 کیلومتر څخه ډیرې لرې لارې نه راغلې تر څو د خپرونې په لومړنې پړاو کې ګډون وکړې، په داسې حال کې چې د هغه په پښو اسکت وه، خپله سندره زمزمه کړه. دا ځل د هغه سرښندنه او اسعداد څارونکې د خپلې اغیزې لاندې راوستل، خو تاسو باید د خپرونې سره اووسې تر څو وګورې چې هغه تر کوم ځایه پرمخ ځي...

ترسره کونې:
امام جان، د کاپيسا د ولایت څخه، هغه ګډونکوونکی دی چې څارونکو په سندرغاړې توب کې د هغه لوړ استعداد ته اشاره وکړه، راتلونکې پړاو ته لاره وموندله.
کریم ناظرې د کابل څخه – هغه کس چې د څارونکو قضاوت یې نه منه، بریالی نشو چې راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.
ګوردیب سنګ د جلال آباد څخه، راتلونکې پړاو ته لاره وموندله.
مرتضی احمدی د جلال آباد څخه، بریالی نشو چې راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.
رفیع الله د کاپیسا د ولایت څخه راتلونکې پړاو ته لاره ونه موندله.
پولاد معصومې د نورستان څخه، هغه کس چې اسکیت په پښو کړې وه، راتلونکې پړاو ته لاره وموندله.
محمد ناظر همتا، د ملی پولیس غړې، بریالی نشو چې راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.
عبدالرازق عقیلی، کندهار، بریالی شو تر څو راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.
احمد فواد، نیمروز، بریالی نشو تر څو راتلونکې پړاو ته لاره ومومې.