۱۹ لړم ۱۳۹۲

د افغان ستورې دوهمه برخه، مونږ یې له ځان سره د تیر څپرکو د افغان ستورو د ستورو او ګډونکوونکو کور ته ویوړو. د مزار شریف د سښ کال د هیلو د  لیدو څخه مخکې، څارونکو د دي څپرکې په اړه خپلې تمې بیان کړې: د فشار لاندې تزئینې نوټ، د یو هنرمند په توګه د موسیقې په برخه کې زده کړه او علمې بڼه یې او د غږ ځانګړتیا د نورو ګډونکوونکو په منځ کې، د هغه ټکو له ډلې نه ول چې څارونکو مطرح کړل. په دي حال، ډیرو ګډونکوونکو د استرس او عصبې فشار له امله دا څپرکی له لاسه ورکړ، خو باید هیر نکړو چې تل بل کال هم شتون لري...
د مزار شریف په ښار کې د موسیقې ټولو سبکونو د ټلویزیون د پرده پر مخ شتون وموند. محمد سعید: د لیلی او مجنون د کیسې سندره چې د ملودې، ضرب او یو سیتار څخه جوړه شوې وه ترسره کړه او ویکولاې شو د دي پړاو د بریالیتوب کارت ترلاسه کړې او بل پړاو ته لاره پیدا کړي. یوه میرمن چې د کابل په لومړنیو آزمایښتونو کې په ګډون کولو بریالې شوې نه وه ، د خپل شانس د آزمولو لپاره یی د مزار شریف ښار ته سفر وکړ. د هغې خور د څارونکو قضاوت د ټیلیفون له لارې اوریده. د هغې د دي ریسک پایله بریالیتوب و او هغه وتوانیده چې راتلونکې پړاو ته لاره وموندې او خپل د خوبونو د ریښتیا کولو لپاره یو بل ګام پورته کړي. نور ګډونکوونکي هم د لرو پرتو ولایتونو لکه بدخشان څخه دي ولایت ته سفر کړی وه او په زړه پورې سبکونه او د موسیقې آله ( خوش قارچه) یې له ځان سره راوړې وي. لیلا په دي خپرونه کې د ګډون لپاره د نړې تر ټولو لرې پرتې سیمې استرالیا څخه راغلې وه او خپل سفر ته یې د لوړ نوټ سره د پای ټکې کیښود ـ خو هغه هغه وخت کولاې شي راتلونکې پړاو ته لاره ومومې چې څارونکې د هغې په راتلونکې ترسره کونې باندې هیڅ نیوکه ونلري.
حتې د 9 څپرکو په تیریدو سره، لاتر اوسه هم د افغان ستورې خپرونه ټول حیرانوې. ځوان مصطفی اقرار کوي چې هغه د لومړنیو آزمایښتونو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې. بلکه هغه د هغه فرصت په لټه کې وه چې وکولاې شي د استاد شهلا سره انځور واخلې او د همدې لامل لپاره یې په خپرونه کې ګډون کړې وه. په هر حال هغه لومړی باید یو شعر ویلی وی! د افغان ستورې د دي څپرکې د دوهمې برخې د ګډونکوونکو ټولګه د یوې میرمنې د ترسره کونې سره چې په دي خپرونه کې د ګډون لپاره یې د کاناډا څخه سفر کړې وه، پای ته ورسیده. خو دا چې دا سفر په کوم ځای کې پای ته رسیږي، باید له مونږ سره اووسې!

 

آزمایښتې آزموینې
حمیدالله – یوه خولې اغوندې. نه بریالی کیږي.
محمد سعید- یو سه تار له ځان سره راوړې.
آنایتا- د لومړې پړاو آزمایښتې آزموینې یې د کابل په ښار کې له لاسه ورکړې وي. لاره مومې. خپل خور ته په کابل کې زنګ وهې تر څو هغه هم د څارونکو قضاوت واورې.
یو کس د بدخشان څخه چې د رودکې سندره یې د (خوش قارچه) سره زمزمه کړه.
لیلا د آسترالیا نه
حبیب- ښه زمزه کوي. لاره مومې. څارونکې وایې: کیداې شي ډیر احساساتې او هیجانې شوی وي.
مصطفی – د آزمایښت لپاره یې ګډون نه وو کړی. یوازې غواړې د استاد شهلا سره انځور واخلي.
منیژه – د کاناډا څخه میرمن.