۲۱ سلواغه ۱۳۹۲

دا خپرونه د غوره میلمه او نامتو سندرغاړې، مژده جمال زاده له سندرې سره پيل شوه. هغې زمونږ د کوربه، مصطفی عزیزیار په اړه خبرې وکړې او په داسې حال کې چې مصطفی په روغتون کې د ښه کیدو په حال کې و، د هغې د حال څخه یې خبر واخیست.
د دې خپرونې نور ځانګړي میلمانه د افغانستان د ملي پولیسو د سرتیرو له ډلې څخه ول.
زمونږ شپږو ستورو " کارګر" سندره زمزمه کړه. هغه سندره چې د هغې شعر ډاکټر سمیع حامد ویلی دی او د وحید قاسمي له خوا جوړه شوې ده. وروسته له هغې حسام فرزان او داوود پژمان دوه کسیزه سندره زمزمه کړه چې دا سندره د وحید قاسمي له خوا بلل شوې و. څارونکي د هغوي د ترسره کونې څخه راضي ښکاریدل.

 

دوهمه جوړه ربیع الله بهزاد او آناهیتا الفت ول چې د وحید قاسمي بله سندره یې زمزمه کړه. دریمه دوه کسیزه ترسره کونه د آرش بارز او نایب نایاب له خوا و، البته د دې سندرې شعر هم د سمیع حامد دی چې د " لشکر مردم – ارتش ملت" په نوم دی او د وحید قاسمي له خوا جوړه شوې.

 

 

خپرونې ته یوه رابلل شوي پولیس سرتیري خپله سترګه د دندې په حال کې له لاسه ورکړې و. هغه د کورنیو چارو د وزارت د خبریال څخه ستاینلیک ترلاسه کړ. صدیق الله صدیقي د کورنیو چارو د وزیر (محمد عمر داوودزي) یو پیغام د افغانستان ټولو ملي پولیسو ته وړاندې کړ.
په پای کې، د خپرونې پای شیبې ته چې ټول لیدونکي هم ورته په تمه ول، ورسیدو. ټول د 6 غوره کسانو د پایلې د اعلان پړاو ته په تمه ول او ټول استیج د اندیښنې او حیرانتیا څخه ډک شوی و. کوربه ټول ګډون کوونکي د استیج پر سر راوبلل او هر ګډون کوونکي د دې په اړه چې نن شپه به څوک له خپرونې حذف شي، ډیره اندیښمن ښکاریدل. د دې حیرانوونکو او اندیښنو څخه ډکو شیبو څخه وروسته، دا حسام فرزان و چې باید د خپرونې سره یې خدای په امانی کړی وی.