۲۸ سلواغه ۱۳۹۲

د دې پنجشنبې د شپې په خپرونه کې، مصطفی عزیزیار لومړنی کس و چې په خپرونه کې ښکاره شو، هغه په پیل کې څارونکي خلکو ته ورپیژندل او د میرمن شهلا ځلاند څخه یې غوښتنه وکړه تر څو خلکو ته د خلکو د خوښې وړ ستوري ته د رای ورکونې د ډول په اړه د خپل نظر وړاندې کړي، میرمن شهلا وویلې: " نن زمونږ خلک د خپلې خوښې ستوري ته په رای ورکولو کې ډیر محتاطه دي، اوس هغوي پوهیږي چې باید د استعداد څخه ډک ستوري ته رایه ورکړي".

 

 

د نن شپې لومړنۍ دوه کسیزه سندره د وحید قاسمي " بیا بیا عزیزم" سندره وه چې آرش بارز او نایب نایاب ترسره کړه او دواړو د خپرونې د حرفه یې څارونکي، قاسم رامشګر مثبتې نظریې ترلاسه کړې. د دې خپرونې غوره میلمه میرویس همراه و چې د افغان ستوري د استیج پر سر یې دوه سندرې ترسره کړې او وویلې: " د افغان ستوري د دې څپرکي د ډلې ګډون کوونکي د نورو نه څپرکو په پرتله غوره ګډون کوونکي ول".

 

 

 

دوهمې جوړې هندي جوړه شوې سندره د " تو را وقتی که میبینم" سندره زمزمه کړه چې د ربیع الله بهزاد او آناهیتا الفت له خوا ترسره شوه. دې دوه کسو د خپرونې څارونکې، شهلا ځلاند له خوا ځینې یادونې ترلاسه کړې. د دې خپرونې دریمه دوه کسیزه ترسره کونه د افغان نامتو سندرغاړي، ظاهر هویدا " چی دیدی، چی شنیدی" سندره وه چې د آرش بارز او داوود پژمان له خوا ترسره شوه.
آرش بارز مخکې له دې څخه چې خپله سندره پای ته ورسوي، سندره یې ودروله، ځکه چې هغه فکر کاوه کیدای شي نوټونه د ګډون کوونکو په وړاندې شتون ومومي خو د خپرونې د قوانینو پر بنسټ دا نوټونه اخیستل شوي وه. او وروستۍ دوه کسیزه سندره د جواد کریمي "همیشه همیشه" سندره وه  چې باید د ربیع الله بهزاد او نایب نایاب له خوا ترسره شوې وه، خو د هغوي څخه یو کس هم همدا د نوټونو ستونزه درلوده د همدې لپاره نایب نایاب هغه کس و چې خپله سندره یې په هماغه سر کې ودروله. د خپرونې وروستۍ شیبې هم د پایلې د اعلان وخت و او دا ځل باید آناهیتا الفت د خپرونې څخه حذف شوې وی. دې با استعدادې او د موسیقۍ مینه والې په پای کې وویلې: " زه به خپله لاره د موسیقۍ د غرونو د لوړو څوکو پورې دوام ورکړم."