۵ کب ۱۳۹۲

د افغان ستوري د دې برخې خپرونې، زمونږ د تیرو اونیو د خپرونو سره توپير درلود. تیره اونۍ د افغان ستوري حذف شوي ګډون کوونکو خپرونې ته د بیرته راتګ لپاره، د خوش شانس پړاو ته راوبلل شول، تر څو سیالۍ وکړي. هغوي هم د لازیاتو هیلو سره په خپرونه کې ګډون وکړ تر څو وګوري چې څوک به د خلکو له خوا لازیاتې رایې ترلاسه کړي.د خپرونې په پيل کې، حسام فرزان، آناهیتا الفت، نذیر حیدري، جواد حسین زاده، هارون پوپلزي، سهراب ایلیار او هارون انوري د خپلې ښکلې ترسره کونې سره یې " سلسله مو" سندره په ډله اییزه توګه د خپرونې د استیج پر سر ترسره کړه.

 

وروسته له هغې خپرونه د مصطفی عزیزیار په کوربه توب پرمخ ولاړه. هغه ناستو کسانو ته د سلام ورکولو څخه وروسته د تیرو اونیو د پیښو په اړه څرګندونې وکړې. هغه وویلې چې خلکو یوه اونې فرصت درلود تر څو د خپلې خوښې وړ ګډون کوونکي ته رایه ورکړي او نن شپه به یوازې یو ګډون کوونکی د دې حذف شویو ګډون کوونکو له ډلې څخه د لازیاتو رایو سره خپرونې ته راوګرځي. مونږ د خپرونې یو څارونکی، ښاغلی قاسم رامشګر په دې خپرونه کې له ځان سره نه درلود خو درې نور څارونکي د خپرونې د کوربه له خوا ناستو کسانو ته وروپیژندل شول او لیدونکو هم د هر حذف شوي ګډون کوونکي د صحنې تر شا مرکه ولیده.

 

د دې خپرونې دوهمه ډله اییزه سندره چې د " امیر جان صبوري" له سندرو څخه د " فردا چی میشه" په نوم وه، د حسام فرزان، نذیر حیدري او جواد حسین زاده له خوا ترسره شوه او حتا یو څارونکي مثبت وړاندیزونه د هغوي د ترسره کونې په اړه وړاندې کړل.

 

آناهیتا الفت او هارون پوپلزي د وحید قاسمي " یک بار سلامت میکنم" سندره زمزمه کړه چې د یوه څارونکي له خوا یې مثبت وړاندیزونه ترلاسه کړل او د دې خپرونې دوهمه دوه کسیزه ترسره کونه د ظاهر هویدا " از دل من رفته یی" سندره وه چې د دوو وروستیو ګډون کوونکو " هارون انوري او سهراب ایلیار" له خوا ترسره شوه خو هغوي ونشو کولائ د څارونکو مثبت وړانديزونه ترلاسه کړي.
ناست کسان په کلکه سره د دې په تمه ول چې آیا د هغوي د خوښې وړ ګډون کوونکي خپرونې ته لاره موندلې او که نه؟ خو د خپرونې کوربه ګډون کوونکي زورول، هغه هم په داسې وخت کې چې ټولو غوښتل پوه شي چې چا خپرونې ته لاره موندلئ.

 

د خپرونو په وروستیو شیبو کې، د ناستو کسانو او ګډون کوونکو د اوږد مهاله تمې څخه وروسته، د خپرونې کوربه د آناهیتا الفت نوم، هغه کس چې د خلکو له خوا یې ډیرې رایې ترلاسه کړي وې، واخیست.
آناهیتا وویلې، هغې باور درلود چې خلک به په دې خپرونې کې د سیالۍ لپاره د هغې په بیرته راتګ کې مرسته وکړي او هغه د دې وړتیا لري چې په خپرونه کې پرمخ ولاړه شي. همدارنګه هغې د څلورو غوره ګډون کوونکو سره، د خپرونې وروستې سندره د "خنده بر لب ها" نوم ترسره کړه.