۲۱ سلواغه ۱۳۹۲

5 غوره کسانو خپلې سندرې په دې اونې کې زمزمه کړې. دا خپرونه د مژده جمال زاده او نامتو سندرغاړي، او د 70 لسیزې ستوری، نعیم پوپل د خپرونه میلمه له خوا پیل شوه.
هر ستوري یوه سندره د 60 او 70 لسیزې څخه چمتو کړې و او خپرونه د نعیم پوپل د " بیا درویش شویم" سندرې سره مخ ته لار.

 

 

سم هغه وخت چې مژدې غوښتل د سندرې څخه وروسته خپرونه پیل کړي، مصطفی عزیزیار خپرونې ته راغی او مژده جمال زاده یې حیرانه کړه. کله چې مصطفی د ناستو کسانو څخه د دې په اړه وپوښتل چې څوک غوره کوربه دی، ټولو ناستو کسانو د هغه (مصطفی) نوم واخیست. مصطفی اعلان وکړ چې ( ای اِی اِس) گلوبل ترک شرکت به د افغان ستوري خوش شانس رای ورکوونکي ته ترکیه ته یو سفر برابر کړي او فیصل بزنس سنتر به یو شورولت موټر د افغان ستوري لومړی شمیره ستوري ته ډالۍ کړي.

 

 

ربیع بهزاد لومړنی ستوری و چې د تواب آرش " تو عمر دوباره" سندره زمزمه کړه چې یو 9 نمرې او درې 10 نمرې یې د څارونکو څخه ترلاسه کړې ( مجموعاً 39 نمرې). دوهمه ستورې آناهیتا الفت و چې د افغانستان د غوره سندرغاړي، امیرجان صبوري "همو وقتها که شهر، شهر کهنه بود" سندره زمزمه کړه. یوه څارونکي هغې ته مشوره ورکړه چې د ځینو تورو د تلفظ لپاره د مایک سره خپل واټن په پام کې ونیسي، په همدې توګه یې وکولای شو 10 نمرې د هماغه څارونکي له خوا ترلاسه کړي.

 

 

نایب نایاب دریم ستوری و چې د فرهاد دریا " دیوهای مست" سندره یې د استیج پر سر زمزمه کړه. هغه د څارونکو له خوا ډیر وهڅول شو او ویکولای شو چې 40 نمرې د 4 څارونکو له خوا ترلاسه کړي.
څلورم ګډون کوونکی آرش بارز و چې د نامتو او د خوښې وړ سندرغاړي، جلیل ځلاند " ای ساربان، آهسته ران" سندره یې زمزمه کړه. هغه هم 40 نمرې د 4 څارونکو له خوا ترلاسه کړې او په پای کې پنځم ګډون کوونکی داوود پژمان و چې فولکلوریک سندره یې د " عاشقم" په نوم زمزمه کړه او ویکولای شو چې یو 9 او درې 10 د هغه څارونکو له خوا ترلاسه کړي چې هغه ډیر هڅوي.
دا خپرونه د نعیم پوپل د " لحظه یی خدا حافظی" د سندرې په زمزمه کولو سره پای ته ورسیده.