۱۶ سلواغه ۱۳۹۲

زمونږ د افغان ستوري په دې خپرونه کې 6 غوره کسانو یو ځای سیالۍ وکړه. په پیل کې مونږ د هغو د ډله اییزې ترسره کونې شاهد وو چې د افغان کلاسیک سندرغاړې " در این وطن" سندره یې زمزمه کړه. دا سندره په پیل کې د افغان سندرغاړي، مشهور جمال له خوا ترسره شوې و. دا ترسره کونه د افغان ستوري د خپرونې د وړتیا غوره مثال دی چې یوه کلاسیکه پخوانۍ سندره یې د نن ورځې د اوریدونکو لپاره وړاندې کړه. وروسته له دې سندرې پرته له ځنډه د پاپ سندرغاړي، سعید صیاد، یوه سندره مو درلوده هغه کس چې مختلطه پاپ مستې سندرې زمزمه کوي.

 

 

په دې برخه کې، ګډون کوونکو اجازه درلوده چې د خپلې خوښې سندرې په هر سبک چې دي زمزمه کړي. نایب نایاب لومړنی ګډون کوونکی و چې د دې شپې لومړې سندره یې زمزمه کړه، او "من میروم" سندره و چې خپله یې جوړه کړې و. دا یوه آرامه سندره و او د دې ډول سندرو ترسره کول ستونزمن کار دی. استاد شهلا د دې سندرې د جوړولو څخه ډیره د اغیزې لاندې لاړه خو د هغه په ترسره کونه کې د عاطفې او احساس په نه درلودو حیرانه هم شوه او د هغه ترسره کونه یې د پوښتنې لاندې ونیوله. په داسې حال کې چې نور ټول څارونکي د هغه د ترسره کونې د اغیزې لاندې لاړل.

 

 

داوود پژمان " ای شوخ" سندره چې د بازګل بدخشي د کارونو څخه ده زمزمه کړه، د هغه ترسره  کونه د ځینو کسانو د موسیقۍ غږولو سره یو ځای و. بدخشي یو فلکلور افغان سندرغاړی دی. څارونکي د هغه د ترسره کونې د اغیزې لاندې راغلل او په ټوله اییزه توګه یې هغه ته 36 نمرې ورکړې.آناهیتا الفت د داوود سرخوش، د دایکنډي نامتو سندرغاړي له کارونو څخه " هر چی هست" سندره زمزمه کړه. دا یوه عاطفي او رومانتیک سندره ده چې آناهیتا هغه ښه زمزمه کړه، او دا د آناهیتا د خوښې سندره هم ده. هغې دوه 10 نمرې یو 9 نمرې او یو 8 نمرې ترلاسه کړې چې په ټوله اییزه توګه یې 37 نمرې خپلې کړې.

 

 

همدارنګه زمونږ ستورو د لیدونکو پوښتنو ته چې د ټولنیزو رسنیو له لارې پوښتل شوې وې، ځوابونه ورکړل نو په دې توګه ډاډه اووسې چې ستاسو پوښتنې مونږ ته رارسیږي!
 د خپرونې په دوهمه برخه کې، حسام فرزان، ربیع الله بهزاد او آرش بارز خپلې سندرې زمزمه کړې. آرش د شکیب مصدق د کارونو څخه " لیلا" سندره زمزمه کړه. د دې لپاره چې پوه شې چې څوک د 5 غوره کسانو پړاو ته لاره مومي، په راتلونکې اونې کې هم له مونږ سره اووسئ.