سیداګل مینا

سیداګل مینا د ننګرهار ولایت اړوند د پښتو ژبې سیمه ییزو سندرغاړو څخه دی. هغه په ۱۳۵۰ کال کې زېږېدلی دی او د هغه د هنري فعالیتونو څخه ډېر کلونه تېر شوي دي. سیداګل موسیقي په پاکستان کې له استاد عبدالستار سره زده کړې ده. هغه توانېدلی چې د خپل هنري ژوند په ۲۵ کلونو کې؛ ۱۱۰ غږیزې سندرې چمتو کړي. او له ۵۰ ډېر سندرغاړي یې هنري ټولنې ته را وړاندې کړي دي. سیداګل بې شمېره کمپوزونه افغاني او پاکستاني سندرغاړو ته جوړ کړي دي. د سیداګل سندرې ډېری په پښتو ژبه ویل شوي دي.